د ټیګونو ارشیف : کرکټ

افغانستان د نمیبیا لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان او نمیبیا ملي لوبډلو تر منځ څلور ورځنۍ لوبه نن په درییمه ورځ د افغانستان په ستر بریا پای ته ورسیده. افغانستان په انټرکاټنینټال جام کې خپلې لومړۍ لوبې کې د نمیبیا لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه. د اپریل په لسمه د نمیبا لوبډلې د لوبې پچې ګټلو ...

نور ولوله »

انډین پریمیر لیګ: ډیلي د کلکتې په وړاندې سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۲مه ۱۳۹۴ل): نن د انډین پریمیر لیګ دوهمه لوبه د ډیلي او کلکتې لوبډلو ترمنځ وه چې دغې لوبې کې ډیلي د کلکتې په وړاندې سخته ماتې وخوړه. د لوبې پچه د کلکتې لوبډلې وګټله او د ډیلي لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د کلکتې لوبډلې توپ اچوونکو پیاوړې توپ اچونه وکړه ...

نور ولوله »

د افغانستان او نمیبیا تر منځ ټیسټ لوبه په ژوندۍ بڼه خپریږي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان او نمیبیا تر منځ د کرکیټ ټيسټ څلور ورځېنۍ لوبه په ژوندۍ بڼه خپریږی. دا د افغانستان د کرکيټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ټيسټ لوبه دې يې په ژوندۍ بڼه د تلویزون له لارې وښودل شي. د افغانستان کرکيټ بورډ وايي چې دغه سیالي به د هندوستان ...

نور ولوله »

استرالیایۍ لوبډله له اوږدې مودې وروسته سریلانکا ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د استرالیا لوبډله پنځه کاله وروسته د ټیسټ، یوه ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره د همدې کال په جولايي میاشت کې سریلانکا ته سفر کوي. تیره ورځ د استرالیا کرکټ بورډ په رسمي ډول ومنله چې لوبډله يي د لوبو لپاره چې د جولايي په ۱۱مه پیلیږي سریلانکا ته سفر کوي. د ...

نور ولوله »

سرفراز د پاکستانۍ لوبډلې نوی لوبډل مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د کرکټ بورډ ادارې د شاهد خان افریدي له استعفاء څخه وروسته سرفراز د شل اوریزو سیالیو لپاره د دغې لوبډلې لوبډل مشر وټاکه. له دغې پریکړې وروسته د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان وویل چې نوموړی سرفراز له دغې پریکړې څخه خبر کړی. هیره دې نه وي ...

نور ولوله »

د پاکستان د کرکټ لوبډلې مشر رزوونکی وقار یونس استعفاء وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه ۱۳۹۴ل): نن د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزوونکی وقار یونس په نړیوال شل اوریز جام کې د پاکستان کرکټ بورډ په وړاندیزونو عمل نه کولو له امله استعفاء وکړه. وقار یونس شیبه وړاندې د پاکستان په لاهور ښار کې له رسنیو سره خبرو پر مهال وویل چې په رسمي ډول له خپلې ...

نور ولوله »

ویسټ انډیز د نړیوال شل اوریز جام قهرمان شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۱۵مه ۱۳۹۵ل): د ویسټ انډيز کرکیټ لوبډلې د نړیوال شل اوریز جام په یوې زړه پورې سیالۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه او د دوهم ځل لپاره یې د کرکيټ قهرمانان شول. ویسټ انډیز یواځېنۍ کرکیټ لوبډله شوه چې ښځې او تر ۱۹ کلنو کم لوبډلې یې هم په یوه وخت کې نړیوال جامونه وګټل. ویسټ ...

نور ولوله »

کرکیټ بورډ پاکستان سره د سیالیو لغوه کېدو سپيناوی وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۱۵مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکيټ بورډ د پاکستان سره د درې یو ورځېنیو او یو څلور ورځېنۍ کرکيټ سیالیو د لغوه کېدو په اړه سپيناوی کړی دی. د افغانستان کرکیټ بورډ ته منسوبې فیسبوک پاڼې چې د کركيټ د مینه‌والو سوالونو ته ځواب وايي، پاکستان سره د سیالیو د لغوه کېدو څلور بېل بېلا لاملونه په ...

نور ولوله »

شاهد افریدي له کپتانۍ استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۱۵مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان کرکيټ لوبډلې د شل اوریزو لوبو کپتان شاهدافریدي د لوبډلمشرۍ څخه استعفا ورکړه. شاهدافریدي د ټویټر له لارې د پاکستان کرکيټ لوبډلمشرۍ څخه استعفا ورکړې خو ویلي یې دي چې د ملي لوبډلې سره د لوبغاړي او لیګ کرکټ به تر دې وروسته هم کوي. په روان نړیوال جام او تر هغه ...

نور ولوله »

الکوزي شرکت له کرکیټ بورډ سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): الکوزی شرکت چې د افغانستان کرکیټ بورډ مالي ملاتړ کوي له کرکيټ بورډ سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه. د افغانستان کرکيټ بورډ وايي چې د الکوزي شرکت مشر عبدالرحمن الکوزي له ولسمشراشرف غني سره تر ټلیفوني اړیکې وروسته د کلني مالي ملاتړ سربېره د یو میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه. کرکیټ ...

نور ولوله »