د ټیګونو ارشیف : کرېکټ

نن د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پېل کیږي، شهزاد نه لوبیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن پېل کیږي، چې محمد شهزاد به د ننۍ لومړۍ سیالۍ برخه نه وي. ټاکل شوې چې دغه سیالۍ به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجې پېل شي، د افغانستان لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ کیپر محمد شهزاد د ...

نور ولوله »

کرېکټ: انګلستان پر هند زړه یخ کړ او شرموونکې ماتې یې ورواړوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د انګلستان او هندوستان تر منځ دویمه ټیسټ سیالۍ کې انګلستان پر هند زړه یخ کړ او د یوې پاڼۍ او ۱۵۹ منډو په ستر توپير یې شرموونکې ماتې ورکړه. په نړۍ کې د ټیسټ سیالیو لومړی مقام لرونکې لوبډله چې د انګلستان میلمنه وه، د لارډز په تاریخي لوبغالي کې د سترو ...

نور ولوله »

کرېکټ: هند لوبډله یو ځل بیا د انګلستان تر زورور برید لاندې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د هندوستان او انګلستان لوبډلو ترمنځ د پنځه ټیسټ سیالیو دویمه سیالۍ د لارډز په تاریخي لوبغالي کې دوام لري چې د تېرې لوبې په څېر یو ځل بیا هند لوبډله د انګلستان لوبډلې تر زورور برید لاندې راغلې ده. د انګلستان لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې هم د هند لوبډلې ...

نور ولوله »

ظاهر خان هم په انګلستان تجارتي سیالیو کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نولس کلنې لوبډلې ځوان لوبغاړی او تکړه سوکه لیګ سپین توپ اچونکی ظاهر خان په انګلستان تجارتي سیاليو کې واخیستل شو. د انګلستان تجارتي لیګ سیالیو «لنکاشایر» لوبډلې د ظاهر خان اخیستل د سیالیو تر پایه له ځان سره منلي او زیاته کړې یې ده چې دوی د نوموړي لپاره ...

نور ولوله »

کرېکټ: بنګلدیش له ویسټ انډیز څخه تېر غچ واخیست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ زمری، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ په دویمه شل اوریزو سیالۍ کې بنګلدیش له ویسټ انډیز څخه د تېرې سیالۍ غچ واخیست او ماتې یې ورکړه. بنګلدیش لوبډلې لخوا شکیب الحسن هم لومړی په توپوهنه کې مسوولیت ادا کړ او هم یې توپوهنه کې د ویسټ انډیز توپوهونکي ستر شاټونو ته پرینښودل، ...

نور ولوله »

د ډي کاک د پام وړ توپوهنې سرېلنکا ماته کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ زمری، ۱۳۹۷ل): د سویلي افریقا او سرېلنکا ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د ډي کاک په زړه پورې توپوهنې سویلي افریقا ته چټکه بریا ورکړه. د سرېلنکا په ډمبولا لوبغالي کې نن د سرېلنکا او سویلي افریقا ترمنځ دویمه سیالۍ ترسره شوه چې په کې سرېلنکا لومړی توپوهنه وکړه، دوی که څه هم ...

نور ولوله »

کریس ګېل په نړیوالو سیالیو کې د زیاتو شپږیزو وهلو ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ زمری، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز لوبډلې تکړه او په اسمان څکو شپږیزو مشهور لوبغاړي کریس ګېل په نړیوالو سیالیو کې د زیاتو شپږیزو وهلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ. د نړۍ په کچه په اوچتو شپږیزو مشهور لوبغاړي تېره ورځ د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د ۵ شپږیزو په وهلو د پاکستاني تکړه لوبغاړي شاهد افریدي ...

نور ولوله »

محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی او تکړه منځنی توپوهونکي محمد نبي د کرېکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې دویم مقام خپل کړ. د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه خپره شوې درجه بندۍ کې محمد نبي عیسی خیل د یو ورځنۍ سیالیو په آلراونډرانو کې د پاکستان لوبډلې آلراونډر محمد حفیظ ...

نور ولوله »

فخر زمان د ۱۰۰۰ چټکو منډو جوړولو ۳۸ کلن ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ لوبډلې چپ لاسي توپوهونکي فخر زمان په یو ورځنۍ سیالیو کې د چټکو ۱۰۰۰ منډو جوړولو نړیوال ریکارډ پخپل نوم کړ. فخر زمان چې په تېرو څو میاشتو کې د خپلې لوبډلې لپاره لویې لاسته راوړنې لري، د ویسټ انډيز تکړه لوبغاړي ویو رچرډز ۳۸ کلن نړیوال ریکارډ مات او ...

نور ولوله »

کرېکټ: سرېلنکا سویلي افریقا ته پرلپسې دویمه ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د سرېلنکا او سویلي افریقا ترمنځ په دویم ټیسټ سیالۍ کې یو ځل بیا سرېلنکا لوبډلې د سویلي افریقا تکړه لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه. د سرېلنکا په کوربه توب د سویلي افریقا سره په دویمه سیالۍ کې د سرېلنکا توپوهونکي او توپ اچونکي یو ځل په داسې وخت کې بریالي شول چې ...

نور ولوله »