د ټیګونو ارشیف : کرېکټ

کرېکټ: د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره د افغانستان لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د ۲۰۱۸ کال ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام سیالیو ته ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه. د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنوري میاشت کې په نیوزیلنډ هیواد کې د افغانستان په ګډون د ۱۶ هیوادونو ترمنځ پیلیږي. ددغې سیالۍ لوبډلې په ...

نور ولوله »

کرېکټ: افغانستان ایرلنډ ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درې پنځوس اوریزو د لوبو لومړۍ لوبه افغانستان په ستر توپیر وګټله. د لوبې پچه ایرلنډ وګټله؛ خو افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د هېواد د ملي لوبډلې پیل ښه نه و او په لومړیو لس اورنو کې یې یوازې ۲۹ منډې کړې وې ...

نور ولوله »

کرېکټ: د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درېیو نړیوالو ورځنیو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه. د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري ۱۵کسیزه لوبډله نن اعلان شوه. د درېیو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره اصغر ستانکزی«لوبډلمشر»، نورعلي ځدراڼ، جاوېد ...

نور ولوله »

کرېکټ: افغانستان درېیمه ورځ هم ښه ولوبید

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او عربي اماراتو تر منځ د انټر کانټیننټل سیالۍ دریمه ورځ هم د افغانستان په ګټه تمامه شوه. د عربي اماراتو لوبډله د ۱۹۷ منډو په جوړولو سره وسوځیده او افغانستان اماراتو ته د پرله‌پسې دوهمې توپوهنې یا فالوان بلنه ورکړه. عربي امارات چې د اولې پاڼۍ په نسبت په دوهمه ...

نور ولوله »

خيرن توپ او برياوې/ نصیراحمد احمدي

لنډه کیسه کوچينی توپ ورغړېد، په مردارو تورو بويناکه اوبو کې ډوب شو. څو ماشومانو منډه ور واخيسته، ټول له کثافاتو ډک لښتي ته ودرېدل، يو د لښتي پر ژۍ کېناست، په خواره خوله يې وويل: _اوس به څه کوو؟ ځواب يې وانه ورېد، پورته يې وکتل، سترګې يې نهيلې وې. يوه بل ماشوم د خپل زاړه کميس جېب ته ...

نور ولوله »

کرېکټ: ۱۹ کلنو لوبډلې د اسیا جام اتلولي وګټله

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): د اسیا جام د ۱۹کلنو لوبډلو په پایلوبه کې نن افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه. د نننۍ لوبې پچه پاکستان وګټله؛ خو افغان لوبډلې ته یې توپوهنه ورکړه. افغان ۱۹کلنو لوبډلې د اکرام علي‌خېل د سلیزې پرمټ ۲۴۸ منډې وکړې او پاکستانۍ لوبډلې ته یې د ۲۴۹ منډو هدف کېښود. ...

نور ولوله »

کرېکټ: افغانستان ۱۹کلنو لوبډله نن له عرب متحده اماراتو سره لوبه لري

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د افغانستان ۱۹کلنه لوبډله نن په اسیايي کپ کې له عرب متحده اماراتو سره لوبه لري. د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې له دې وړاندې پاکستان ته ماتې ورکړې؛ خو له سریلانکا یې بیا ماتې خوړلې ده. د ۱۹ کلنو اسیايي کپ لوبې د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور کې پیل شوې، چې د ...

نور ولوله »

کرېکټ: افغان په شل اوره لوبو کې نهم او پاکستان لومړی ځای خپل کړ

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۶): د کرېکټ نړیوالې شورا«ICC»  د ده ۲۰۱۷ کال د شل اوریزه لوبو لومړی مقام پاکستان ته ورکړی دی. د اې سي سي په نوې درجه بندۍ کې په شل اوریزه لوبو کې پاکستان د ۱۲۴ پواینټونو په لرلو سره لومړی، نیوزیلنډ د ۱۲۱ پواینټونو په لرلو سره دویم، ویسټ انډیز د ۱۲۰ ...

نور ولوله »

افغانستان په څلور ورځنۍ لوبه کې هانک کانګ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶):افغانستان هانک کانګ ته په څلور ورځنۍ سیالۍ کې بې سارې ماتې ورکړه. د افغانستان او هانک د ملي لوبډلو ترمنځ په څلور ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان هانک کانګ په لومړۍ پاڼۍ کې د ۱۷۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه. تېره ورځ هانک کانګ لومړۍ توپوهنه وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ...

نور ولوله »