د ټیګونو ارشیف : کرېکټ

د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ سیالۍ د جون په درېیمه پيلیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غويي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ به د جون میاشتې په درېیمه نېټه په هندوستان کې پيلیږي. ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ به د افغانستان په کوربه توب د هند هېواد په دهرادون ښار کې ترسره شي. د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا په خپاره شوې خبرپاڼه کې ...

نور ولوله »

د راشد خان په ګډون د ویسټ انډیز پر وړاندې ۱۱ کسیزه نړیواله لوبډله بشپړ شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غويي، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز او د کرېکټ نړیوالې شورا یوولس کسیزې لوبډلې ترمنځ سیالۍ لپاره د نړیوالې لوبډلې یوولس لوبغاړي بشپړ شول. دغه سیالۍ چې د انګلستان لارډز په تاریخي لوبغالي کې د روانې مۍ میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره کیږي، د کرېکټ نړیوالې شورا یوولس کسیزه لوبډله د راشد خان په ګډون په ...

نور ولوله »

مشهور پاکستانی آلراونډر «عبد الرزاق» بیا کرېکټ ته راستنیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ غويي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان مشهور ستوری او آلروانډر لوبغاړی عبد الرزاق غواړي یو ځل بیا کرېکټ ته راستون شي، او ددې لپاره نوموړی د پاکستان کورنۍ لوبو د PTV لوبډلې مشري هم پر غاړه اخیستې. د پاکستان ایکسپریس ورځپاڼې سره په مرکه کې عبد الرزاق وویلې چې نوموړی به د روان کال کورنۍ لوبو کې ...

نور ولوله »

د افغانستان پر وړاندې د ویرات کوهلي نه لوبېدل او د مشر روزونکي څرګندونې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غویي، ۱۳۹۷ل): د هند لوبډلې وتلی ستوری ویرات کوهلي غواړي د انګلستان په غوره لیګ کې د برخې اخیستنې په خاطر د افغانستان په وړاندې لوبه کې برخه وانخلي. ویرات کوهلي څه وخت وړاندې ویلي وو چې نوموړی غواړي په داخلي لیګونو کې زیات نه زیات ګډون وکړي او نور هم خپله توپوهنه پیاوړې کړي. ...

نور ولوله »

پاکستان نه غواړي افغان پریمیئر لیګ عربي اماراتو کې ترسره شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غويي، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو او د هندي کمپنۍ لخوا د افغان غوره لیګ سیالۍ تړون لاسلیک شو چې د اکتوبر په میاشت کې به په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي. کرېکټ بورډ چارواکو په دې لړ کې د عربي اماراتو مشرتابه سره خبرې کړې وې او ددې خبرې ...

نور ولوله »

د ۲۰۱۹م نړیوال جام پوره مهالویش اعلان شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ غویي، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام پوره مهالویش اعلان شو، چې به په کې افغانستان د راروان کال د جون میاشتې په اوله نېټه خپله لومړۍ سیالۍ د استرالیا لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي. اټکل کیږي چې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام سیالۍ به د راروان کال د ...

نور ولوله »

له کرېکټ نه شړل شوی استرالیاوي لوبغاړی اوس څه کوي؟ انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غویي، ۱۳۹۷ل): د استرالیا کرېکټ ستر اوپنر توپوهونکی ډیويډ وارنر تېره میاشت د توپ خرابولو (ټمپرنګ) په تور، د لوبډلمشر سټیو سمیت او توپوهونکي کیمرون بینکروفټ سره د یو کال لپاره له لوبډلې بهر کړل شو. نوموړی چې لوبډله کې د لوبډلمشر مرستیال و، په دغه کار (توپ خرابولو) کې نورو لوبغاړو سره د مرستې ...

نور ولوله »

شفیق الله شفق او ضیاء الرحمن په فرسټ کلاس لوبو کې ریکارډونه جوړ کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د داخلي او فرسټ کلاس سیالیو کې شفیق الله شفق په توپوهنه او ضیاء الرحمن په توپ اچونه کې ریکارډ جوړ کړ. شفیق الله شفق چې د کابل ریجن لوبډلې مشري يې هم پر غاړه ده، تېره ورځ د بوست ریجن لوبډلې پر وړاندې په دویمه پاڼۍ کې ۲۰۰ چټکې ...

نور ولوله »

د نړيوال جام ګټونکي لوبډلې او لوبډلمشران

ليکنه: مدثر دعوت که څه هم دا حقيقت دی چې نړيوال جامونه د لوبډلي په واسطه ګټل کېږي،خو يو لوبډلمشر د لوبي په ګټلو کې مهم رول لري. که چېرې يوه لوبډله ټول نړيوال جام په خپل نوم کوي نو دلته يوازنی کس لوبډلمشر دی چې څنګه وکولای سي لوبه په خپل واک کي واخلي او دمخته تګ لپاره زمينه ...

نور ولوله »

کرېکټ: راتلونکی اسیایي جام په سرېلنکا کې ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۷ل): د اسیایي هېوادونو کرېکټ جام به د هندوستان پر ځای روان کال سپتمبر میاشت کې په سرېلنکا هېواد کې ترسره کیږي. د معلوماتو له مخې اټکل کېده چې د اسیا جام څوارلسم پړاو به په هند هېواد کې ترسره کیږي، خو د پاکستان او هند ترمنځ د یو شمېر کړکیچونو له کبله اوس ...

نور ولوله »