fbpx

د ټیګونو ارشیف : کندهار

جنرال عبدالرازق نورو غلامانو ته د عبرت بيلګه شوه!

ابو ياسر افغان سکاټ میلر ولې و نه وژل شو، وخت او حالات به یې په خپله ځواب ووايي، زه به یې هم وګورم او تاسو هم. آما که خبره د جنرال رازک شي، نو د پاکستان سره دښمني یې جعلي وه او پښتو ویل یې مجبوري، نه خو د پنجاب دښمن و او نه هم د پښتنو کوم اتل، ...

نور ولوله »

د هیواد پر پوځي وضعیت، د جنرال رازق د وژل کیدو اغیز

نن ټکی اسیا – سرلیکنه وړمه ورځ په هلمند کې د جبار قهرمان تر وژلو وروسته پرون طالبانو د یوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال جنرال رازق د وژلو اعلان وکړ. جنرال رازق خان د هیواد په لویدیځه حوزه کې د طالبانو په وړاندې تر ټولو غښتلی او ځواکمن پوځي قومندان و چې د ...

نور ولوله »

کله چي افغان وفادارانو تر جنرال میلر ځانونه قربان کړل!

م نعمت الله – سابق نن غرمه د کندهار ولایت د والي په کوټۍ کښي یوه لویه غونډه جوړه سوه، په غونډه کي د بهرنیو ځواکونو اعلی سر قومندان جنرال سکاټ میلر، د کندهار والي زلمی ویسا، مرستیال والي حاجي اغالالی دستګیري، امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمؤمن حسین خیل او نورو لوړ رتبه چارواکو ګډون ...

نور ولوله »

باب دی په بیان د نسکورو جنرالانو کې

حبیب مجاهد پرون طالبانو د هلمند په لشکرګاه کې جنرال عبدالجبار قهرمان په ماین پورته کړ او نن مازدیګر یې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د یوه نفوذي مجاهد په مرسته رانسکور کړ. تراوسه د کندهار د پیښې وروستي جزیات نه دي څرګند. ځیني راپورونه وایي په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت سرلښکر امریکایي جنرال میلر هم ...

نور ولوله »

کندهار: د ولايت مقام کې د ناټو او داخلي چارواکو په غونډه ډزې روانې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په مقام کې دننه د ناټو دقومندان او کورنيو چارواکو ترمنځ په غونډه کې دزې شوي دي چې مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده. د کندهار سيمه ييزې سرچينې وايي چې د کندهار ولايت په مقام کې هغه مهال ناتاره ډزې وشوې چې د ولايت په مقام کې د ناټو د ...

نور ولوله »

کندهار: ارغستان ولسوالۍ کې ۱۷ تنه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې د طالبانو او عسکرو ترمنځ جګړه کې لس تنه پوليس وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي. د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضياء دراني رسنيو ته ويلي دي چې تيره شپه يوولس بجې د ارغستاان په جهاګير سيمه کې طالبانو د ملي او سرحدي پوليسو په ...

نور ولوله »

کندهار: پر واده بمبار د ناوې په ګډون ۳۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پر یو واده د ګډو ځواکونو بمباري د ناوې په ګډون ۳۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. دغه بمباري د یادې ولسوالۍ په خوږياڼو سیمه کې شوې ده، چې پکې درې مېرمنې وژل شوې او د ناوې په ګډون ۳۰ نور کسان ټپیان شوي دي. بې بې سې ...

نور ولوله »

کندهار کې د نري رنځ د روغتون ډبره کېښودل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): کندهار کې د نري رنځ د درملنې په موخه د یوه ۲۵ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، په سویل لوېدیځ زون کې د نري رنځ ګڼو پېښو دا ایجابوله چې یو روغتیايي مرکز ودان شي. هغه وویل په هلمند، روزګان، زابل او ...

نور ولوله »

کندهار: پولیس خپل دوه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): کندهار کې چارواکي وايي ارغستان کې یو پولیس پر خپلو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او پنځو تنو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده. د کندهار د والي ویاند عزیز احمد وايي چې بریدګر دوه تنه پولیس وژلي او درې نور يې ټپیان کړي دي. هغه وايي دغه عسکر تازه پر نده ګمارل شوی ...

نور ولوله »

کندهار: پنځو ولسوالیو کې هیڅ ښځې او دوو نورو کې هیچا نوم‌لیکنه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار په پنځو ولسوالیو کې هیڅ ښځينه رایه نه ورکوي او دوو نورو کې هیڅوک په ټاکنو کې برخه نه اخلي. پژواک په کندهار کې د ځايي سرچینو په حواله وايي چې د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې هیڅ ښځې خپل نوم نه دی لیکلی. سرچینه په کندهار کې د ټاکنو کمیسیون ...

نور ولوله »