د ټیګونو ارشیف : کندهار

كندهار: طالبانو ماشوم له تښتونکو ژغورلی او غله يې نيولي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې طالبانو يو ماشوم له ۲۴ ورځو وروسته د تښتونکو له منګولو ژوندی ژغورلی. د حاجي اسماعيل په نامه د کندهار ولايت يو اوسيدونکي زوی چې ۲۴ ورځې وړاندې ورڅخه تښتونکو تښتولی و په بدل کې يې ورڅخه د شپيتو لکو روپيو غوښتنه کړې وه، خو د هغه ...

نور ولوله »

کندهار ښار کې دوو چاودنو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): کندهار ښار په پنځمه او يوولسمه حوزه کې دوو چاودنو شپږ تنه وژلي او يو بل ټپي کړی دی. د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي چې لومړۍ چاودنه نن مازديګر د کندهار ښار د يوولسمې حوزې اړوند د عينو مينې او کابل اډې سيمې ترمنځ د بړيڅانو کلي ته څېرمه ...

نور ولوله »

د کرېکټ نړیواله «ټرافي» سبا کابل ته راوړل کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ مرغومې، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۹م کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام (ټرافي) سبا چهارشنبه کابل ته راوړل کیږي، چې د یو لړ مراسم پرمخ به نندارې ته وړاندې شي. دغه ټرافي تېر وار هم په ۲۰۱۴م کال کې افغانستان ته راوړل شوې وه چې د یو لړ مراسمو او نندارې ته ...

نور ولوله »

کندهار: نفوذي پوليس خپل پنځه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې يو نفوذي عسکر خپل پنځه ملګري وژلی او يو بل يې ټپي کړی دی. د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند څارن ضياء درانی وايي چې دا پيښه د ميوند ولسوالۍ خاک چوپان سيمه کې په يوه امنيتي پوسته کې رامنځته شوې ده. هغه وويل چې له پيښې ...

نور ولوله »

کندهار؛ طالبان د دریو قومندانانو او ګڼو عسکرو د وژنې خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې يې درې قومندانان او ۲۵ عسکر وژلي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې سرتېرو يې د دې ولسوالۍ خشکي رود سیمه کې د ولیداد پوسته بشپړه نیولې چې قومندان او لس تنه عسکر يې پکې وژلي دي. هغه وړاندې زیاته ...

نور ولوله »

کندهار مرکز کې پوځي چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کندهار په مرکز کې هوايي ډګر ته څېرمه چورلکه نسکوره شوې ده، چې ځاني تلفات يې هم اړولي دي. د راپورونو له مخې دغه چورلکه تېره شپه هواي ډګر ته څېرمه را نسکوره شوه، خو په اړه يې نور جزییات په لاس کې نشته. ځينو سرچینو ویلي چې د چورلکې د عملې له ...

نور ولوله »

کندهار: په بهرنيو ځواکونو دوه بيلابېلې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په دوو بيلابيلو پوځي کتارونو چاودنې شوې دي چې له امله يې بهرني سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. سيمه ييز خبريالان وايي چې لومړنۍ چاودنه د دامان ولسوالۍ په منډي حصار سيمه کې او بله هغه يې د مرغان کيچي په سيمه کې ...

نور ولوله »

کندهار؛ معروف کې پوځي چورلکه رانسکوره شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالب سرتېرو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې یوه پوځي چورلکه را نسکوره کړې او پکې عمله ټوله وژل شوې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې چورلکه کې يې تر شلو ډېر عسکر وژلي دي. هغه لیکلي: «د کندهار په معروف ولسوالۍ کې مجاهدینو د مزدور دښمن ...

نور ولوله »

کندهار: د دوهم ښاري کمربند قومندان چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د کندهار ښار د دوهم امنيتي کمر بند مسؤل قومندان صديق الله د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی. قومندان صديق الله نن ماښام د کندهار- روزګان په لويه لاره د شاوليکوټ په اردو بلاغ سيمه کې هغه مهال ووژل شو چې په موټر يې د سرک د غاړې ماين چاودنه ...

نور ولوله »

کندهار: تادين خان په لومړي ځل یوې رسنۍ سره خبرې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د کندهار ولايت مقام کې ددې ولايت امنيه قومندان ووژل شو پر ځای يې د نوموړي ورور تادين خان د کندهار د امنيه قومندانۍ د سرپرست په توګه وټاکل شو. شاوخوا پنځه ويشت ورځې مخکې تادين خان د قومندان رازق له مرګ وروسته د يو نظامي قومندان په توګه د ...

نور ولوله »