د ټیګونو ارشیف : کندهار

کندهار: زندانيانو د بې عدالتۍ له امله اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کندهار په مرکزي زندان کې ګڼو زندانیانو د بې عدالتۍ له امله د نه خوړو اعتصاب کړی دی. زندانيان وايي، له مرکزه یو پلاوی د دوسیو د څېړلو په پلمه راغلی او بې له کومو اسنادو او شواهدو هر زنداني ته ۱۵ کاله بند لیکي. دوی وايي د داسې زندانیانو شمېر ډېر ...

نور ولوله »

د کندهار ۳ ولسوالۍ ښوونځي نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په کندهار کې د نسبي امنیت سربېره بیا هم د ښورابک، ریګستان او غورک ولسوالۍ فعال ښوونځي نه لري او د ولسوالیو زرګونه ماشومان له زده کړو محروم پاتې دي. د کندهار د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون مني، چې د دغه ولایت درې ولسوالۍ ښوونځي نه لري. دی وايي، په ښورابک، ریګستان او ...

نور ولوله »

کندهار کې زرګونه کسانو د باران غوښتنې لپاره د استسقاء لمونځ وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهار په عیدګاه کې نن زرګونه کسان راټول شوي وو او د باران غوښتنې لپاره یې د استسقاء لمونځ اداء کړ. تېره ورځ په کندهار کې د استسقاء لمانځه لپاره اعلانونه شوي وو او نن د کندهار ښار سربېره د ولسوالیو څخه لس زره کسان د استسقاء لمانځه لپاره راغلي وو. لمونځ ...

نور ولوله »

زړه بوږنونکی وحشت؛ بې سترګو، بې غاښو او د مخ له پوستوکي پرته جسد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): کندهار؛ د هېواد هغه ولایت چې د امریکايي یرغل له پیله د وحشتونو شاهد پاتې شوی، د مخالفینو او ولسي وګړو جسدونه په میاشتو میاشتو لمر ته پرېښودل شوي، جسدونه په موټرو پسې کش شوي او ان اور ور اچول شوی دی. دلته په امنیتي برخه کې ټول واک د دې ولایت له ...

نور ولوله »

کندهار: پر بهرنيو ځواکونو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د کندهار هوايي میدان ته څېرمه د دامان ولسوالۍ په (حاجي ده) کلي کې د بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان چاودنه شوې. د ځايي سرچينو په حواله د چاودني له امله چې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې پر ټانګ شوې يو ټانګ يې له منځه وړی. د پيښي قربانیان رومانيايي سرتيري دي او ...

نور ولوله »

کندهار: پنجوايي کې طالبانو دولتي ځواکونه په نښه کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر پوستې بريد کړی. پېښه تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د تلوکان د سنلګسر چوک سيمه کې رامنځته شوې. ځايي امنيتي سرچينې په ډاګه کوي چې د نښتي له امله اوو تنو دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې. ...

نور ولوله »

کندهار ته د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تړون لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د مالیې وزرات ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، د اقتصاد په عالي شورا کې کندهار ته د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا جوړولو تړون لاسلیک شو. په کندهار کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا جوړولو تړون له دوو شرکتونو سره شوی، چې ډېر ژر به یې چارې پیل شي. دی وايي، دغه تړون ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزارت: د قومندان رازق سره به قانوني چلند کيږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په دې وروستیو کې د کندهار امنیه قومندان رازق یو لړ مرکې وکړې او پر ګډحکومت یې توندي نیوکې وکړي. نوموړي په یوه مرکه کې وویل چې نه دې حکومت را وستلی دی او نه یې لیري کولای شي. نوموړي همدا راز د اشرف غني حکومت یو کمزوری او بې وسه باله چې ...

نور ولوله »

حکمتیار: ایتلافي حکومتونه، هېواد تجزیه کولی شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته ګلبدين حکمتیار په هېواد کې د روانو حالاتو اړوند تازه څرګندونې وکړې. ښاغلي حکمتیار د بلخ او ارګ لانجې، او په وروستیو کې د کندهار امنیه قومندان څرګندونو ته په اشارې وویل، ایتلافي حکومتونه هېواد له تجزیې سره مخ کولی شي. هغه له روانو حالاتو ...

نور ولوله »

کندهار: د هوايي دهلېز له لارې هند ته ۴۰ ټنه ممیز صادرل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهار ولایتي چارواکي وايي، نن د هوايي دهلېز له لارې هندوستان ته ۴۰ ټنه ممیز صادرل شول. د کندهار د اقتصاد رییس محمد رحیم رحیمي وايي، په روان کال کې ۱۳۴ ټنه مېوه بهر ته صادره شوې، چې ډېره یې د هوايي دهلېز له لارې هندوستان ته لېږل شوې ده. دی وايي، ...

نور ولوله »