د ټیګونو ارشیف : کنفرانس

ژینو کې به د حکومت دواړه شریکان برخه واخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې د ژینو کنفرانس کې به د حکومت دواړه شریکان ګډون وکړي او د ارګ په وینا پوره تیاری ورته نیول شوی دی. دغه کنفرانس چې د سویس په ژینو کې به دوه ورځې وروسته ترسره شي، په ۲۰۱۶ز کال کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د شویو ژمنو څېړنه کېږي. ...

نور ولوله »

طالبانو مسکوغونډه کې د امریکايي استازي ګډون ستایلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): د مسکو ناسته تېره جمعه (۱۸لړم) روسیه کې د سیمې د لسو هېوادونو د استازیو تر څنګ د طالب پلاوي او امریکايي استازي په ګډون ترسره شوه، چې ضمناً پکې د سولې شورا یو پلاوي هم برخه اخیستې وه. طالبانو دا کنفرانس د سولې په هڅو کې مثبت ګام یاد کړی او ضمناً ...

نور ولوله »

د مسکو غونډه.. د طالبانو دیپلوماتیکه بریا

نن ټکی اسیا – سرمقاله تیره ورځ په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د افغانستان په اړه یو ورځنی کانفرانس دائر شو. په یاد کانفرانس د امریکايي استازي په شمول د افغانستان د ګاونډ د دولسو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و. یاد کانفراس د خپلو زماني او مکاني مدلولاتو ...

نور ولوله »

قطر نن د افغانستان په اړه د نړيوالې ناستې کوربه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۴ل): نن ـ شنبه ـ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پګواش کاناډايي مؤسسې له لوري د افغانستان د مسئلې په اړه کنفرانس جوړېږي. په دې کنفرانس چې د هېواد له دننه او بهر څخه د نظر خاوندان، سیاستوال او مبصرين شریکوال دي تر دريو ورځو پورې به دوام وکړي. پګواش چې تر ...

نور ولوله »

بلخ: د افغانستان او منځنۍ اسیا د خبرو اترو کنفرانس پیل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په مزارشریف ښار کې د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو تر منځ د خبرو اترو درېيم نړیوال کنفرانس پیل شو. د بلخ د والي وياند منير فرهاد وايي چې دا کنفرانس به دوه ورځې دوام وکړي او په وينا يې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو مطالعاتو د انسټیټيوټ له خوا د دې ...

نور ولوله »

پاکستان هند او سيمه ييزو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل):پاکستان د هند بهرنيو چارو وزيرې ته بلنه ورکړې، چې اسلام اباد کې د افغانستان د بحران په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي. پاکستان په داسې وخت کې، خپل حريف ګاونډي ته د افغانستان په اړه د ګډ کنفرانس بلنه ورکوي، چې د دواړو اتومي هېوادونو اړيکې ډېرې سره ترينګلې دي او ...

نور ولوله »

په اسلام‌آباد کې د افغانستان-پاکستان پر اړيکو دوه ورځنی کنفرانس

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز راپور په اسلام‌آباد کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز-کابل او د پاليسۍ د څېړنو انستېتيوت-اسلام‌آباد ګډ دوه ورځنی کنفرانس په برياليتوب سره پای ته ورسېد. دغه کنفرانس د «افغانستان-پاکستان: د ایډیال دوه اړخیزو اړیکو په لور» تر عنوان لاندې د سپټمبر پر ۱۶ او ۱۷مه نېټه په اسلام‌آباد کې جوړ شو، چې د ...

نور ولوله »

د علمي کنفرانس خبرتيا او بلنليک

سويډن / مالمو د۲۰۱۵ زېږدکال داگست ۲۰ په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنه داکتوبر پر دريمه دسويډن دمالمو په ښارکي «د ډله ايزو رسنيو او فرهنگی ټولنوگډ رسالت » ترنامه لاندی علمی کنفرانس جوړ کړي . پدې کنفرانس کښي دگډون لپاره تاسو وياړلوهيوادوالو،پوهانو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانودډله ايزورسنيو اوفرهنگی ټولنواستازوته دگډون بلنه ورکوو. په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولنه د هېواد ...

نور ولوله »

اشرف غني: افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له «قربانيو» مننه کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل):د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني ویلي چې د امریکايي ځواکونو د هغو ځاني او مالي قربانیو مننه کوي چې په تیرو څوارلسو کالو کې يې د افغان ولس د خیرښیګڼې لپاره ګاللي دي. نوموړي دا څرګندونې په قطر کې د بروګنګز موسسې لخوا د «امریکا او اسلامي نړۍ» نړیوال کنفرانس ته په خپلې ...

نور ولوله »

پګواش پریکړه لیک: ګډونوالو د غونډې په دایرولو کې د طالبانو رول مهم وباله – بشپړ متن

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د پګواش نړیوالې ادارې د هغه کنفرانس پریکړه لیک خپور کړی چې تېره ورځ د دغې ادارې تر سرپرستۍ لاندې په قطر کې دایر شوی وه. د پګواش ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي استازو د یادې غونډې په جوړولو کې مهم رول لوبولی. خبرپاڼې همدا ...

نور ولوله »