د ټیګونو ارشیف : کنډک

بادغیس: د ریزرف عملیاتي کنډک قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت د ریزرف عملیاتي کنډک قومندان طالب سرتېرو په مخامخ برید کې وواژه. د بادغیس د امنیه قومندانۍ ویاند نقیب امیني وايي، عبدالحکیم مودودي او د هغه څلور ملګري د طالبانو د تېرې شپې په برید کې ووژل شول. هغه طلوع نیوز ته ویلي، طالبانو د هرات ...

نور ولوله »

هلمند: ګریشک کې طالبانو د کنډک نیولو خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د ګرشک په یخچال کې يې بشپړ کنډک نیولی او اوه تنه عسکر يې پکې وژلي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی سرتېرو تېره شپه په یخچال سیمه کې د درېیمې لوا اړوند شپږم کنډک تر برید لاندې راوست او بشپړ يې ونیو. خبرپاڼه زیاتوي برید د شپې په ...

نور ولوله »

د کندهار په میوند کې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې طالبانو تېره شپه پر یوه کنډک برید کړی چې له امله یې د طالبانو په وینا ۶۰ تنه وژل شوي دي. د طالبانو له لوري نن ټکی اسیا ته په رسیدلیو معلوماتو کې ویل شوي چې ددوی جنګیالیو تېره شپه د میوند ولسوالۍ اړوند د «چشمو» په ...

نور ولوله »

امریکايانو دوه افغان عسکر د خپل کنډک په دروازه کې ووژل

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۱۴زمری، ۱۳۹۶): په کندهار ولایت کې امریکايي ځواکونو په افغان عسکرو ډزې کړي، لږ تر لږه دوه تنه یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. پيښه د یاد ولایت د عامه نظم د پولیسو د لوا د دوهم کنډک په خوله کې رامینځته شوې. لومړني ترلاسه شوي راپورونه وايي چې امریکايي عسکر په ...

نور ولوله »

په روزګان کې یو بل کنډک طالبانو ته تسلیم شوی – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د درفشان په نامه سیمه کې اوم کنډک طالبانو ته تسلیم شوی دی. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د ددوی د جنګیالیو د ډیرو کوششونو وروسته د محمد هاشم خان د سیمي اوم نمبر کنډک فتحه شو. ...

نور ولوله »

ترینکوټ: د نظم عامې کنډک د وسلو او وسایطو سره طالبانو ته تسلیم شوی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د عامه نظم یو کنډک مشر د خپلو سرتیرو په شمول طالبانو ته تسلیم شوی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې تر سلو پوري عسکر د خپلو وسلو او وسایطو سره دوی ته تسلیم شوي. نوموړي وویل: راغلو کسانو ...

نور ولوله »

اصولي: یو کنډک په شپېته زره ډالره پلورل کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت له لوري پولې ته څېرمه د سرحدي ځواکونو د یو کنډک د مشرۍ څوکۍ په شپېته زره ډالره پلورل کېږي. په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی کمال ناصر اصولي وايي چې د څوکیو دغه پېر و پلور د کورنیو چارو وزارت د وزیر ...

نور ولوله »