د ټیګونو ارشیف : کورنیو چارو وزارت

دولت وايي اوه دېرش طالبان يې وژلي؛ طالبان يې پروپاګند بولي

  نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې اوه دېرش طالبان وژل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې دغه اوه دېرش تنه د ننګرهار، لوګر، نورستان، میدان وردګ، کاپیسا او کندوز په ولایتونو کې وژل شوي ...

نور ولوله »

د «افغانستان ایکسپریس » ورځپاڼې مسوول مدیر له هېواده ویستل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۵مه ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د «افغانستان ایکسپریس» نومې ورځپاڼې مسوول مدیر له هېواده تښتېدلی دی. افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې چې د تلې په ۲۳مه يې یوه لیکنه چې الله جل جلاله، محمد صلی الله علیه وسلم، قران کریم او اسلام ته په کې سپکاوی شوی و خپره کړې وه. ددغې مقالې لیکوال ...

نور ولوله »

له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د لسګونو پولیسو معاش نه دی ورکول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د لړم ۴مه، ۱۳۹۳ل): لسګونه پولیسو نن په کابل کې د ملي شورا د ودانۍ مخ ته را ټول شوي ول او د هغو معاشونو د ورکړې غوښتنه یې کوله، چې په وینا یې کورنیو چارو وزارت له تېرو شپږو میاشتو راهیسې پرې بند کړي او نه یې دي ورکړي. د کابل – ننګرهار په لویه ...

نور ولوله »

ګڼو فعالانو د کورنیو چارو وزارت له لوري په لوحه پښتو متن تعصب بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳): د کورنیو چارو وزارت له لوري په جوړ شوي سیمینار کې د ښه راغلاست په لوحه ګڼو مدني فعالانو، لیکوالو او پښتو لوستوالو نیوکې کړې دي او دا يې د مسوولینو له لورې له پښتو ژبې سره ښکاره تعصب بللی دی. دغه څلو ورځنی سیمینار چې د روانې میلادي میاشتې په شلمه پیل ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله د «افغانستان ایکسپریس» ورځپاڼې د مسؤلینو د نېولو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا  (سه شنبه، د تلې۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د اجرائیه ریاست له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په پرونۍ غونډه کې د کورنیو چارو او اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرستانو د «افغانستان ایکسپریس» ورځپاڼې د مسؤلینو د نېولو او په دې باب د جدي پلټنو د ...

نور ولوله »

داودزی: زموږ ځواکونه په ټول هېواد کې حاکمیت لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر عمر داودزی د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له امنیه قومندانانو سره په خبرو کې وویل چې دولتي امنیتي مسوولین په ټول هېواد کې حاکمیت لري. عمر داودزی په داسې حال کې پورته څرګندونې وکړي چې تېره ورځ د همدې وزارت د مسوولینو پر تائید د طالبانو ...

نور ولوله »