د ټیګونو ارشیف : کونړ

کونړ: د ولسي وګړو د وژنې په غبرګون لاريون، اربکيانو لاريون کوونکي وهلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): تيره شپه امنيتي ځواکونو د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو چاپه وهلې ده چې له په نتيجه کې يې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. د سيمې اوسېدونکي وايي چې د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپه وهلې ده چې په ...

نور ولوله »

فرعونیت په نوي ورژن کې!

نور احمد نور فرعون ته خپلو نجومیانو د هغه د یو خوب په تعبیر کې وویل: چې په بني اسرائیلو کې به یو ماشوم پیداشي او ستا بادشاهي به ختمه کړي، د فرعون مشاورینو فرعون ته مشوره ورکړه چې باید د بنی اسرائیلو ماشومان ووژل شي تر څو دا ماشوم هم پکې ختم شي. فرعون هم امر وکړ چې د ...

نور ولوله »

طالبانو د کونړ پر پېښه د ځينو رسنیو چوپتیا غندلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): دوه ورځې وړاندې بهرنیو ځواکونو د کونړ په شلتن سیمه کې هوايي بریدونو کې تر ۶۵ پورې ملکي وګړي ووژل، چې خورا توند غبرګونونه يې را وپارول. سره له دې چې د کونړ ځايي چارواکو د پراخو ملکي تلفاتو پخلی کړی، خو د ناټو د غوڅ ملاتړ یوې ویاندې ویلی چې دوی طالبان په ...

نور ولوله »

د کنړ فاجعه او د باشعوره مسلمانانو مسؤلیت

مفتي عبدالله رشاد افغاني سوله د هر افغان د زړه ارمان دی، هر مظلوم افغان ورته تږی دی، هر یو د داسي راتلونکي په انتظار شېبې شمیري چې په کور کلي کې یې نه بمبار وي، نه چاپه وي او نه یې په زړونو کې د اشغالګرو وېره او ډار. دا اولس کاله له اوږدو ربړو، ظلمونو او وحشتونو ګاللو ...

نور ولوله »

یوناما په کونړ کې ملکي تلفات څېړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): وړمه شپه د کونړ په شېګل ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د دولتي عسکرو په ملګرتیا پراخه ملکي‌ مرګ‌ژوبله واړوله. ځايي سرچینې وايي چې د دې ولسوالۍ په چوګام، برغنډو او سوکنو سیمو کې چوګام کلی نږدې بشپړ ویجاړ شوی او ټول‌ټال ۶۵تنه ملکي ګړي وژل شوي دي، چې ډېری يې مېرمنې او ماشومان دي. ...

نور ولوله »

د کونړ په فاجعې کې د امریکايي ځواکونو مشورتي رول

 د نن ټکی اسيا سرليکنه  د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د وژنې وروستۍ فاجعه د ولسي خلګو، مدني فعالانو ، پارلماني استازو او بشري حقونو د کمیسیون د توند غبرګون را پارلو لامل شوې ده. په ولسي جرګې کې د کونړ د استازي غلام سخي مشواني د وینا په حواله د تیرې پنجشنبې په شپه ...

نور ولوله »

د مهذبې نړۍ وحشت

سید شریف دمهذبې نړۍ یرغلګرو عسکرو دځایې کرایې ټوپکیانو په ملتیا یو ځل بیا افغان ولس د ویر اوماتم په ټغر کښېناوه،دا ځل یې لس وشل ملکي هیوادوال نه دي شهیدان کړي، یو کور او دوه کورونه یې نه دي بمبار کړي،بلکې بشپړ کلي یې ویجاړ کړي او یو لوی بشري ناورین یې جوړ کړی دی. یرغلګرو او دمفکر وسله ...

نور ولوله »

چغار د ماشومانو / عُقابي جانان

دردولي دې مور پلار د ماشومانو درپسې دی ډېر آزار د ماشومانو ماشومتوب ؤو، معصومتوب او لېونتوب ؤو دړې وړې دې کړو ښار د ماشومانو څه بې غمه او بې درده زندګي وه تا خزان کړلو بهار د ماشومانو لکه څوک چې په بلبلو ګزار وکړي خاص همداسې ؤو چغار د ماشومانو ادې ګله يې ماښام په دروازه کې اخ ...

نور ولوله »

دکونړ قتل عام او د افغانانو د مخلتفو طبقو غبرګونونه

منيب الرحمان رحماني تېره ورځ د کنړ ولايت په شيګل والسوالی کې د بهرنيو ځواکونو د بمبارۍ خبرونه ورکړل شول،د بمباری وروسته د کنړ ولايت د روغتون مشر عزیز الرحمن صافي روغتون ته د د اته ماشومانو او دریو ښځو د ټپيانو راوړل کېدل ومنل. د والي وياند د شل طالبانو او القاعده غړو د وژلو د ادعا ترڅنګ د ...

نور ولوله »

د ماشومانو مورکۍ لیونۍ شوه – نظرمحمد مطمئن

ماښام شو، پنځه واړه ماشومانو ته یې د چايو پیالو کې ډوډۍ میده کړه، هغوی په کور کې بل څه نه درلودل، ماشومانو په ‏مینه ډوډۍ وخوړه، مورکۍ یې ورته وویل: سبا مو پلار اسعد اباد ته مزدوري پسي ځي، اونۍ وروسته چې راځي، هغه به له ‏ځان سره غوښه راوړي، او بیا به یې ټول په مزه وخورو.‏ ماشومان ...

نور ولوله »