د ټیګونو ارشیف : کوچنیان

کوچنیان مو له ځیرک مبایل څخه لرې وساتئ!

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د بریښنایي توکو استعمال په بې سارې ډول زیات شوی دی چې کوچنیان هم ورته په پراخه کچه لاسرسی لري، پوهان وایي چې تر «۲» کلنۍ پورې مو کوچنیان په بشپړه توګه له بریښنایي توکو لکه ځیرک مبایل، ټابلیټ، کمپیوټر یا لیپټاپ څخه لیرې وساتئ ځکه چې دا راتلونکي کې ددوی روغتیا ته ...

نور ولوله »

ککړه هوا کوچنیان په رواني ناروغۍ اخته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۸ل): یو شمېر څیړنو پخوا ثابته کړې چې ککړه هوا یا د چاپیریال ککړتیا انسان په تنفسي ناروغۍ اخته کوي او د بدن نورو غړو ته خطرناکه ثابتیږي خو اوس پوهانو خبرداری ورکړی چې ککړه هوا کم عمره ماشومان په رواني ناروغیو اخته کوي. د برتانیې په لندن کالج کې د ککړې هوا ...

نور ولوله »

د ماشومانو «ډايپر» د پوستکي سرطان رامنځته کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د فرانسې د روغتیا وزارت د ماشومانو په کونسترکي/ډايپر (Diaper) کې یو ډول خطرناک کیمیاوي مواد «ګلایي فاسیټ» موندلي چې له کبله یې کوچنیان ډیر ژر د پوستکي په سرطان اخته کیدلای شي. د روغتیا نړیواله ادارې (WHO) دغه کیمیاوي مواد «ګلایي فاسیټ» د روغتیا او چاپيریال لپاره زیانمن ښودلي دي، ددوی په ...

نور ولوله »

د ۲۰۱۹م کال لومړۍ ورځ؛ نړۍ کې تر څلور لکو ماشومان زیږیدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ‍۱۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو لخوا د کوچنیانو نړیوالې ادارې (یونیسف) د تازه ورکړل شوي راپور سره سم ویل شوي چې نړۍ کې د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ ورځ تر ۳ لکو او ۷۲ زرو کوچنیان زیږیدلي دي. په دې راپور کې زیاته شوې چې تر ټولو زیات کوچنیان په هند هېواد کې زیږیدلي، په ...

نور ولوله »

د چاپیریال ککړتیا؛ هر کال تر ۶۰۰ زرو زیات کوچنیان ژوند له لاسه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د روغتیا نړیواله اداره وایي چې د چاپیریال ککړتیا له کبله هر کال له ۶۰۰ زرو څخه زیات د ۱۵ کالو څخه کم عمره کوچنیان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د روغتیا نړیوالې ادارې سازمان د تازه خپور شوي راپور سره سم چې د چاپیریال ککړتیا په تنفس کې د انفیکشن اخیستلو ...

نور ولوله »

پاکستان کې له څلور ملیونو زیات کوچنیان پر چرسو څکولو اخته دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ تلې، ۱۳۹۷ل): پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د چرسو نشه په کې تر ډیره عامه او او مروجه ګڼل کیږي، خو حیرانونکې لا داده چې پر چرسو روږدي یې اکثره ځوانان او له اتلسو کم عمره کسان دي. د ځینو راپورونو پر اساس ویل کیږي چې پاکستان کې په تېرو دوه کلونو ...

نور ولوله »

مصباح الحق د زړه په ناروغۍ اخته کوچنیانو ته روغتون جوړوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني تکړه او نامتو لوبډلمشر مصباح الحق د هغه کوچنیانو لپاره چې د زړه په ناروغۍ اخته دي د روغتون جوړولو اعلان وکړ. مصباح الحق ددغه روغتون جوړولو اعلان په خپل ټویټر پاڼه وکړ، او زیاته یې کړه چې ددغې روغتون پرانیسته به د روانې سپتمبر میاشتې په ...

نور ولوله »

څیړنه: هغه پلار چې سګریټ څکوي کوچنیان یې پر مرګونې ناروغیو اخته کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۷ل): نویو څیړنو ښودلې هغه پلار چې په کور کې سګریټ څکوي کوچنیان یې په سختو او مرګونې ناروغیو اخته کیدلای شي. د امریکې څیړنیزې مجلې په یوه خپاره شوې راپور کې ښودلې، هغه پلار چې پر سګریټو څکولو روږدي وي خپل کوچنیانو په خپل لاس د مرګ خولې ته ورکوي. که چیرې ...

نور ولوله »

د ماشومانو پر مخ چیغې وهل او رټل دوی په رواني ناروغۍ اخته کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): هر مور او پلار غواړي بچی یې په هېواد او ټولنه کې یو ګټور شخصیت ثابت شي، او د ښه ژوند څخه برخمن وي، خو دا هغه مهال شونې ده چې د ماشوم ذهني روغتیا بشپړه وي. داسې مور او پلار هم شته چې د ماشومانو د خوراک څښاک او ددوی بدني روغتیا ...

نور ولوله »

د کوچنیانو د نظر کمزورتیا مخنیوی څنګه وکړو؟ اسانه لارې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په اوسني دور کې د ځیرک مبایلونو استعمال اخري حد ته رسیدلی چې د مشرانو په ګډون کوچنیان هم پرې عادت شوي دي، چې دغه عادت د انسان پر بدن او په ځانګړي ډول د کوچنیانو پر سترګو منفي اغیز کوي. یو شمېر څیړنو ښودلې چې د مبایل رڼا ته په ځانګړي ډول ...

نور ولوله »