د ټیګونو ارشیف : ګلبدین حکمتیار

دبل په مټو جنګیدلی دبل په مټ تسلیم شو

بخت الرحمن (شرافت) له تیرو څو ورځو راهیسي مي پر ټولنیزو رسنیو د حکمتیار صاحب عکسونه لیدل، خدای شته که مي خوا بده وه، ورسره همهاله مي خوشحالي هم څرګندوله، خوا به مي ځکه بده وه چې دافغانستان د څلورو لسیزو دجهاد د رهبرۍ دعوه کونکی مشر دبي وسي او ناتوانۍ په حال کي تسلیمیږي، د ولس، قوم، ملت او ...

نور ولوله »

حکمتیار له پلچرخي څخه بیرته را وګرځېد

عبدالغفار داعي د حقې مبارزې لار په اغزو پوښل شوې، ستړیاوې، تکلیفونه، بې کوري، هجرتونه، زندانونه، زخمونه او شهادتونه ورسره تړلي دي. په دې لار کې یوازې له متجاوز کافر سره مبارزه شامله نه ده، بلکې تر متجاوز کافر وړاندې په کې له نفس او خواهشاتو سره مقابله اساسي شرط تشکیلوي. همدا لامل دی چې د نبوت له وخته تر ...

نور ولوله »

د حزب اسلامي مشر «ګلبدین» جلال اباد ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ غویی، ۱۳۹۶): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د دوشنبې په ورځ د ننګرهار مرکز جلال اباد ته رسیدلی دی. د ګډحکومت یوه جګپوړي چارواکې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې حکمتیار به ډېر ژر د خپل ملاتړو په منځ کې را څرګند شي، او زیاته کړې چې نوموړی به ...

نور ولوله »

حکمتیار: پير سید احمد ګیلاني راته «ورور او د جهاد پلار» خطاب کړی وو (په مړینه یې د تسلیت پېغام)

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۸، ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د پير سید احمد ګیلاني کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندي کړي دي او دعا یې کړې چې د هغه ځای دي په « با ایمانو مجاهدو مشرانو» ډک شي. حکمتیار چې د ګیلاني په مشري کې د سولي شورا سره ...

نور ولوله »

امین کریم :د حکمتیار په ظهور کې لوژستیکي ستونزې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ٢٨، ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي مرکچي پلاوي مشر امین کریم په یوه خبري ناسته کې نن رسنیو ته وویل چې حزب اسلامي به په راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو انتخاباتو کې په ټول قوت برخه واخلې او د انتخاباتي بهیر کلکه څارنه به وکړي تر څو په سمه توګه تر سره شي. نوموړي همدا راز ...

نور ولوله »

له تور لیست څخه د حکمتیار د نوم ایستلو غوښتنه رسما امنیت شورا ته لیږل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان ګډحکومت د بهرنیو چارو وزارت په واسطه د ملګرو ملتونو د ملي امنیت شورا ته رسمي غوښتنه ور لیږلې تر څو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم له تور لیسته څخه وباسي. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د سولي شورا سره تر کامیابه مذاکراتو وروسته د ...

نور ولوله »

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار سره د شمشاد تلویزیون ځانګړې مرکه – بشپړ متن/ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): تېره شپه شمشاد تلویزون د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره تفصیلي مرکه خپره کړه، دا مرکه د حزب اسلامي له لوري د ګډحکومت سره د سولي تړون وروسته لومړی ده چې د ګلبدین حکمتیار سره تر سره کیږي. دغه مرکه د خپل خبري ارزښت او اهمیت له وجي نن ټکی ...

نور ولوله »

کریم امین: د حکمتیار نوم دي د تور لیست څخه ژر لیري شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل): په کابل کې د حزب اسلامي نماینده کریم امین نن د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د ګډحکومت سره د سولي تړون یوه میاشت وروسته هم د حکمتیار نوم له تور لیست څخه نه دی ایستل شوی.نوموړي وویل، د سولي تړون کمیټې په تیره یوه میاشت کې هیڅ نه دي کړي، ...

نور ولوله »

سېمينار: د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه‌ليک

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې اسلامي حزب ډلې له افغان حکومت سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته د سولې هوکړه‌ليک لاسليک کړ او تر ټولو مهمه ځانګړنه يې دا وه، چې دا هوکړه د بين‌الافغاني تفاهم په پايله کې وشوه. د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د مياشتني اکاډميک بحث په لړۍ کې، ...

نور ولوله »

ګلبدین د کابل قصاب او د خلکو قاتل دی، باید نوم یې له تور لیسته لیري نه شي – لاریون

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): په کابل کې د حزب اسلامي دمشر ګلبدین حکمتیار پر خلاف مظاهره وشوه او د نوموړي نوم د تور لیست څخه د ایستلو سره مخالفت وښودل شو. د کابل په زرنګار پارک کې د مدني ټولنو یو شمېر فعالان را ټول شوي وه او د حکمتیار په خلاف یې له ځانونو سره بینرونه ...

نور ولوله »