د ټیګونو ارشیف : ګل پاچا الفت

د ګل پاچا الفت په شعرونوکې د ويښو زلميانو اهداف

صدیقمل دغه کتاب چې لیکوال یې پوهنیار سیداصغر هاشمي دی، پر ۱۳۹۴ لمریز کال د میهن خپرندویي ټولنې له خوا چاپ شوی دی. استاد ګل پاچا الفت د ویښو زلمیانو د غورځنګ کلیدي غړی و او ویښو زلمیانو غوښته چې خپل اهداف په مستقیم او غیرمستقیم ډول په خپلو لیکنوکې ټولنې او خلکو ته د پیغام په ډول وړاندې کړي. ...

نور ولوله »

د الفت په شعرونو کې د «پان اسلاميزم» څرکونه

ليکنه: پوهنيار سيد اصغر هاشمي د پان اسلاميزم پيژندنه پان اسلامیزم د یوناني ژبې د دوو کلمو څخه اخیستل شوی چې، پان (pan) د یوناني ژبې مختاړی دی، معنا یې (ټولو، د ټولو غړو، ټول کسان او اعضا) دي او اسلامیزم (islamisam) څخه هدف اسلام او مسلمانان دي. پان اسلامیزم د مسلمانانو لپاره د سیاسي ځواک د ترلاسه کولو، اقتصادي، ...

نور ولوله »

د (اند و واند) او (الفت مرغلرې) اثارو منځپانګيزې اړيکې

پوهنیار سیداصغر هاشمي ګل پاچا الفت ډېر ښه پنځونکی وه، د ده شعري کليات (الفت مرغلرې) نومېږي، د منځپانګې له مخې هر ډول موضوعګانې لري او همدارنګه اند و واند د ډاکټر مجاور احمد زيار د شعرونو اثر دی، دا هم د منځپانګې له مخې ځينې موضوعګانې لري، چې د استاد الفت د شعرونو سره معنوي اړيکو ښکارندويي کوي. د ...

نور ولوله »

د ګل پاچا الفت په شعرونو کې ادبي صنعتونه

حامدالله ستون د پښتو ادبیاتو په لرغونې او کلاسیکه (منځنۍ ) دوره کې عموماً شاعري په ادبي صنعتونو باندې محکومه وه. شاعر به چې کله شعر لیکه، نو د خپل خیال او فکر لېږد ته به یې د ادبي صنعت پلټنه کوله. عموماً هغوی په شعر کې تر موضوع ور ها خوا نعتونو ته ارزښت ورکاوه او شعر به د یو ادبي ...

نور ولوله »

د غني او الفت په شعرونو کې د اضدادو فلسفه

پوهنیار سید اصغر هاشمي د فلسفې د يوې څانګې په ډول د استاد ګل پاچا الفت او خان عبدالغني خان په شعرونو کې د اضدادو فلسفې په هکله شعرونه شته دي. استاد الفت وایي: ټوله نړۍ له ضدينو جوړه ده، که د انسان د زړه خوښه وي او که نه وي، له دې اضدادو سره به وخت او ژوند تېروي. ...

نور ولوله »

د ګل پاچا الفت په شعرونوارواپوهنيز څرکونه

سيد اصغر هاشمي د استاد ګل پاچا الفت په شعري کلياتو کې داسې شعرونه هم پيدا کېږي، چې د استاد نظريات او ويناوې د ديو پيداګوګ سره پرتله کولا شو. د پيداګوژي کلمه د پخوانيو يونانيانو اصطلاح ده، چې د پيداګوګس (د ماشوم لارښود) له کلمې څخه يې سرچينه نيولې ده. استاد الفت په شعرونو کې ډېرې لارښوونې کورنيو (والدينو) ...

نور ولوله »

دوه جنازې : اتل مشواڼی

اتل مشواڼی د عیسی علیه سلام کیسه به مو اورېدلې وي! وای یوه ورځ یې شپون ولید، چې کمزوری اوری یې پر اوږو دی. عیسی علیه سلام ترې وپوښتل، چې په دې ناوختي کې دې وری ولې پر اوږ کړی او چېرته روان یې؟ شپون ځواب ورکړ: دا راڅخه ځنګله کې ورک و، کمزوری دی، د کاله خلک یې هم ...

نور ولوله »

فطرت نګاري

 یونس تنویر ویل کیږي چې اوس د ساینس زمانه ده. د صنعتي انقلاب وخت دي. حتا د اکثرو انسانانو ذهن ته یې تغیر ورکړی دی . مګر د شاعر ذهن ولې ورسره په تفاوت کې واقع شو؟ او نه یې په شاعري، څه تاثیر وکړ. علت به یې څه وي؟ هغه سپوږمۍ، چې شاعر به د معشوقې مخ تعبیره وله، ...

نور ولوله »

همدردي: ګل پاچا الفت

  ګل پاچا الفت ژاړي په غمونو کې خواخوږی د هر چا سره سل پتنګان سوزي د يوې شمې ژړا سره ډک زړګۍ له اوښکو ګرځي ورېځې په آسمان کې بيا څه ژړا ملګرې ده د ژوند يوې برېښنا سره ټول باغ ژړېدلی ځکه اوښکې دي د ګل په مخ ډېر لکه لاله داغلي زړونه شته صحرا سره نه ښايي ...

نور ولوله »