د ټیګونو ارشیف : ګواښ

حکومت ته د عطامحمد نور له پېغوره ډک ګواښ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخواني واکمن او د «لوی ملي ائتلاف» غړي عطامحمد نور حکومت ته تازه ګواښ کړی دی. دې ائتلاف وړمه ورځ په کندهار، هرات او بلخ کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل، چې پرون امنیتي ځواکونو هرات کې اعتراض کوونکي زنداني کړي او د ټاکنو دفتر يې پرانیستی. که څه هم تېره ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونو ته د حکومت یو بل ګواښ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د سیاسي ګوندنو د «لوی ملي ائتلاف» په نوم حرکت په دریو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل، حکومت ورته تازه ګواښ کړی دی. د کورنیو چارو وزارت مرستیال اختر محمد ابراهیمي وايي، ټاکنې «ملي پروسه» ده، چې په وینا يې دوی يې ساتنه کوي. هغه وايي ځواکونو ته ...

نور ولوله »

غزني: خلک د پولیسو له بد چلنده شکایت کوي، والي ډاډ ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وږي، ۱۳۹۷ل): په غزني کې د طالب سرتېرو له خونړۍ حملې وروسته د ښار د څنډو اوسېدونکي د پولیسو له چلنده شکایت کوي. د غزني ښار ته څېرمه د پښتون اباد کلي اوسېدونکی د نوم نه ښودو په شرط وايي، چې پولیس يې د پلټنې په پلمه ځای ځای دروي او څو ځلې يې د ...

نور ولوله »

طالبان: له زندانیانو سره د بې پروايۍ له امله، د سور صلیب امنیتي تعهد بېرته اخلو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): طالبانو ويلي له سور صلیب سره کړی هغه تعهد چې ان د دوی تر لاس لاندې سیمو کې هم ازاد فعالیت کولی شي بېرته اخلي. طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، سور صلیب نړیوالې مرستې پر داسې چارو لګوي چې د دوی له اصلي خدماتو سره هیڅ اړخ نه لګوي. اعلامیه کې راغلي: ...

نور ولوله »

دفاع وازرت: د اوو ولایتونو مرکزونه «تر فشار لاندې دي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت مني چې د اوو ولایتونو مرکزونه ګواښ ته نږې دي، چې دوی يې «تر فشار لاندې» بولي. د دې وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، فراه، غزني، فیض اباد، ترینکوټ، کندوز، میمنه او پلخمري هغه ښارونه دي چې طالبانو پرې کړۍ را تنګه کړې ده. هغه له طلوع نیوز سره په ...

نور ولوله »

عبداالله: د نوم لیکنې د پروسې ناکامي به سیاسي حالت له ګواښ سره مخ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د ټکني بهیر په اړه د بحث لپاره د وزیرانو شورا فوق العاده ناسته را غوښتې وه. عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په دې فوق العاده ناسته کې د ټاکنو په تړاو د نوم لیکنې سست بهیر سخت اندېښنمن کړی و. ...

نور ولوله »

سید اسحاق ګيلاني لويې څارنوالۍ ته ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل): سید اسحاق ګیلاني د خپلو وروستیو څرګندونو له امله لويې څارنوالۍ ته معرفي شوی و، چې په ورتګ يې سمدستې ګواښ وکړ. هغه د لويې څارنوالي په امنیتي برخه کې ګواښ وکړ، چې که لس دقیقې نور هم دلته پاتې شي، «ټول وطن به اور واخلي.» نوموړي پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و، چې ...

نور ولوله »

چارواکي: خاص روزګان ولسوالۍ د سقوط سره مخ ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د روزګان ولایتي چارواکي وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د خاص روزګان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده او طالبانو پر دولتي ځواکونو ټولې لارې تړلي دي. د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، طالبان د خاص روزګان امنیې قومندانۍ، د ولسوالۍ ودانۍ او د ملي اردو درېیم کنډک ...

نور ولوله »

غزني: طالبانو د طالب په نوم فعال، د ملي امنیت کس نیولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په غزني کې يې ځواکونو هغه کس نیولی چې د ملي امنیت له لوري د دوی پر نوم د فعالیت لپاره ګمارل شوی و. مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه کس يې له شواهدو او اسنادو سره نیولی دی، چې د طالب په نوم يې عامو وګړو ته ...

نور ولوله »

نويو امریکايي عسکرو ته د دفاع وزارت خوښي؛ د طالبانو ګواښ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): امریکايي چارواکو تازه افغانستان ته د ۷۰۰ تنو ځانګړو ځواکونو د رالېږلو خبر ورکړی دی. په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د مرکزي دفتر ویاند ويلي، دا ډله به له افغان عسکرو سره د جګړې په کرښو کې د هغوی روزلو ته دوام ورکړي. د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد ...

نور ولوله »