د ټیګونو ارشیف : ګډحکومت

د سولې پر کمبله د جګړې پریکړې !

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: شپږ میاشتې وړاندې د جمهور رئیس اشرف غني په مشرۍ د ګډ حکومت له منځته راتلو سره سم په هیواد کې د سولې خبرو زور اخیستی. په دې ادعائي خبرو کې له دومره مبالغې څخه کار اخیستل کیږي چې ښاغلی اشرف غني د خپل هر رسمي او غیر رسمي مجلس پیل د سولې په نوم ...

نور ولوله »

فرخنده چا؟ د کوم هدف له پاره ووژله؟

لیکوال او شناند نظرمحمد مطمئن د فرخندې اړوند تازه معلومات ښئې چې نجلۍ قران کریم ته اور نه دی اچولی او نه يې هم قران کریم ته سپکاوی کړی دی، دا چې له دې مخکې په هیواد کې د ګډ حکومت په راتګ سره د اسلام د سپکاوي څو پېښې وشوې، ځینو کسانو له همدې نه په ګټه اخستنې د ...

نور ولوله »

د ټاکنیز سیستم د سمون کمیسیون د شکريې بارکزۍ پر مشرۍ جوړ شو

Takane1212

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۴ل): له اوږدو ناندریو وروسته د شکریې بارکزۍ پر مشرۍ د ټاکنیز سیستم د سمون کمیسیون جوړ شو. دغه کمیسیون چې د ګډ حکومت اجرايوي رییس او پلویانو يې پر جوړولو ډېر ټینګار کاوه، د امریکا تر جنجالي سفر وړاندې اشرف غني د فرمان پر صادرولو دې کمیسیون ته د ټاکنیز سیستم د سمون ...

نور ولوله »

ګډحکومت پاتې ۱۶ وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۱، ۱۳۹۴ل): د ګډحکومت ولسمشر محمداشرف غني پاتې ۱۶ وزیران نن د وري پر لومړۍ نېټه ولسي جرګې ته معرفي کړل. اشرف غني تېره ورځ د ولسي جرګې وکیلانو ته ویلي وو چې د شنبې یا یکشنبې په ورځ ولسي جرګې ته نوي وزیران معرفي کړي. ولسي جرګې ته په داسې حال کې وزیران معرفي ...

نور ولوله »

ګډحکومت د نوروز په ورځ پاتې وزیران ولسي جرګې ته معرفي کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د ګډحکومت ولسمشر د ولسي جرګې وکیلانو سره د کتنې پر مهال ژمنه کړې چې د را روانې شنبې یا یکشنبې ته پاتې وزیران معرفي کوي. د ولسي جرګې لومړي مرسیتال حاجي ظاهر قدیر د جرګې په عمومي ناسته کې وویل چې یو اداري هیئت او د ولسي جرګي د کمېسیونو ۱۸ رییسان ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: که کابینه ژر را معرفي نشي، سرپرستان به ناقانونه اعلان کړو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې ځینو غړو ګواښ کړی چې که د امریکا تر سفر وړاندې د ګډ حکومت دواړه مشران پاتې کابینه دوی ته ور معرفي نه کړي، نو دوی به ټول سرپرستان ناقانونه اعلان کړي. ټاکل شوي چې د ګډ حکومت دواړه مشران د روانې میلادي میاشتې په ۲۴مه د امریکا د متحده ...

نور ولوله »

د سولې نوې ګنګوسې د پاکستان تبلیغات دي، شناند او لیکوال، وحید مژده له نن ټکي اسیا سره په مرکه کې

له تېرو دوو اونیو راهیسې په پاکستان کې یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې طالبان د پاکستان د فشار له امله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شوي دي. په کابل کې هم د پاکستانیانو له خولې دا خبرونه خپاره شول. دا چې رښتیا څه روان دي، نن ټکي اسیا خبریال د همدې موضوع په باب، ...

نور ولوله »

نېږدې څلویښت ديپلوماتان او ۱۱ سفیران له دندو ګوښه کړای شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د ګډحکومت نېږدې ۴۰ ديپلوماتان او ۱۱ سفیران له دندو ګوښه کړي دي. پژواک خبري اژانس د راپور په اساس د ديپلوماتانو د ګوښه کولو تصمیم د اشرف غني او صلاح الدین رباني پرلپسې لیدنو وروسته نیول شوی. یاد خبري اژانس د یوې سرچېنې له قوله لیکلي چې د لسګونو ديپلوماتانو او ۱۱ سفیرانو ...

نور ولوله »

که سوله داسې راتلای…؟ /سرلیکنه

په افغانستان کې د سولې د راتګ او وسله وال مقاومت سره د خبرو اترو د پيل اړوند ځینې خبرونه له تېرو دوو هفتو راهیسې خاصو رسنیو کې خپرېږي. هغه څه چې ټولو ته څرګند دي، دا دي چې تر دې دمه دغه خبرونه یوازې د خبرونو او تبلیغاتو په حد کې دي، کوم عملي اقدام د هېڅ اړخ له ...

نور ولوله »

ولایتي شوراګانو ته د نظارت حق بېرته ورکړل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۳ل): د سیمه ییزو ارګانونو مسؤولین وايي چې د ولایتي شوراګانو غړو ته له هغوی نه اخیستل شوی حق بېرته ورکړل شو. ولسي جرګې د ژمینو رخصتیو تر پیل وړاندې هغه قانون تصویب کړ، چې له مخې يې ولایتي شوراګانو څخه د نظارت حق واخیستل شو. د پلازمېنې په شمول نږدې د ټول هېواد ...

نور ولوله »