د ټیګونو ارشیف : ګډ حکومت

احدي: حزب دې تر سولې وروسته د دې نامشروع حکومت ملاتړ نه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د نوې ملي جبهې مشر وايي چې که حزب له دولت سره سوله کوي نو له جوړې وروسته باید له دې نامشروع حکومت ځخه ملاتړ ونه وکړي. ډاکټر انورالحق احدي وايي چې د ملي یووالی حکومت تش په نوم د ملي یووالي حکومت دی. د هغه په خبره د ډاکټر عبدالله عبدالله او ...

نور ولوله »

د شخصيتونو سپکاوی؛ شريک حکومت ته بل چلينج

خوشحال آصفي د نړۍ د هر مذهب په اصولو او قواعدو کې انسانيت او شخصيت ته ځانګړی احترام شوی دی. د نړۍ ټول دينونه او مذهبونه انسانيت او شخصيت ته په درناوي قايل دي. د نړۍ هيڅ قانون چا ته دا حق نه دی ورکړی چې په ناحقه د يو چا سپکاوی دې وکړي. په ځانګړي توګه د اسلام سپيڅلي ...

نور ولوله »

پاکستاني ځواکونه په تورخم کې اوسپنیزې پنجرې ودروي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): له پاکستان سره د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستاني ځواکونه غواړي په تورخم کې اوسپنیزې پنجرې ودروي. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي چې پاکستاني پوځیانو په تورخم کې د دې اقدام ګام اخیستی چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي دي. نن دویمه ورځ ده چې ...

نور ولوله »

ولسمشر غني د فساد سره د مبارزې ناسته کې ګډون لپاره لندن ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې په نوم جوړه شوې ناسته کې د ګډون لپاره لندن ته ځي. د جمهوري رياست د ویاند مرستیال دواخان مينه پال وايي چې دغه کنفرانس په راتلونکې اوونۍ کې ترسره کېږي چې د فساد او رشوت خورۍ د مخنیوي په اړه به پکې خبرې وشي. د ...

نور ولوله »

کلابند اشرف غني او ناموجه اعدامونه

انجنیر خلیل باور د ډاکټر اشرف غني په لاسلیک او حکم تیره ورځ شپږ تنه افغانان چې پنځه یي د ځوانۍ په پسرلي کې وو، د څرخي پله په کرغیړن زندان کې په هغو ستنو او طنابونو را ځړوند شول چې دا څلویښت کاله پرلپسې د دې وطن د بي ګناه،معصومو او غښتلیوځوانانو د غاړې طوق پاته شوي دي او ...

نور ولوله »

هر عمل عکس العمل لري!

محمد ثاقب د شيخ سعدي په ګلستاني حکاياتو کې د يوه مطلب داسې و، چې کله دې له ځانه زورور ازار کړ، بيا ارام مه کښېنه، ځکه هغه به ارو مرو بدل اخلي او په بدل اخيستو قادر هم دی. استاذ چې موږ ته دغه درس راکاوه، مثال يې داسې جوړ کړ، چې ټولګي کې يې يو خوارکی شاګرد مخاطب ...

نور ولوله »

اشرف غني ته د طالب جان پرانیستی لیک

طالب جان اشرف خانه! پرون خبر شوم چې شپږ تنه طالبان دې اعدام کړي دي.شاید تاسو به سنجولي وي چې په دغسې اعدامونو او مرګونو به طالب له جهاد او پاڅون څخه راستون کړئ.که مو اټکل همدا وي نو پوه شه چې د طالب او مرګ تر منځ په تناسب مو سر نه دی خلاص او لا هم نه پوهیږئ ...

نور ولوله »

حزب اسلامي به له حکومت سره په څو ورځو کې د سولې تړون لاسلیک کړي

hikmatyar-608

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي افغانستان ډلې اړوند سرچېنو ویلي چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ګډحکومت سره به په څو ورځو کې د سولې تړون لاسلیک کړي. ایکسپریس ټریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې په خپل یو راپور کې د حزب اسلامي (حکمتیار) د سرچېنو له قوله لیکلي چې له ...

نور ولوله »

د بخښنې نړیوال سازمان له ګډحکومت غوښتي چې اعدامونه رد کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د بخښنې نړیوال سازمان له ګډحکومت څخه غوښتي چې د هغه بندیانو د اعدام حکم رد کړي چې ارګ یې د دوسیو څېړلو پریکړه کړې ده. دغه نړیوال سازمان چې د اعدام تر ټولو سخت مخالف دی، له اشرف غني غوښتي چې د بندیانو د اعدام احکام دې نه توشیح کوي او ...

نور ولوله »

ګډ حکومت د کندوز روغتون په اړه د امریکايي څېړنو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): ګډ حکومت په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو په روغتون د امریکایي ځواکونو د بمبارۍ په اړه د پنټاګون راپورهرکلی کړی دی. تېر کال سپتمبر کې، چې طالبانو کندوز ونيو، افغان حکومت له امريکايي پوځيانو مرسته وغوښته او امريکايانو د افغان امنيتي ځواکونو ځمکنۍ او هوايي مرسته پيل کړه. امريکايي الوتکو پر ...

نور ولوله »