د ټیګونو ارشیف : ګډ حکومت

اشرف غني په لومړي ځل د ملکي تلفاتو په اړه غبرګون وښود

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): نن له غرمې وروسته د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني له ارګ څخه په يو ويډيويي پيغام کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د مذاکراتو د روان بهير سربيره په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو د راتلونکې په اړه هم وويل چې افغانان نه غواړي ...

نور ولوله »

پخوانی طالب چارواکی د حج او اوقافو وزارت سرپرست وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): پخوانی طالب چارواکی د ګډ حکومت د مشر محمد اشرف غني په امر د حج او اوقافو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو. له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د اساسي قانون د څلورشپېتمې مادې د ديارلسمې فقرې له مخې عبدالحکيم منيب د حج او اوقافو وزارت د ...

نور ولوله »

د واک په وروستیو کې د کابینې د بشپړولو بله هڅه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت ایله څو میاشتې پاتې دي، چې تر اوسه پورې يې نهه وزارتونه، د سترې محکمې څو غړي، څو والیان او ولسوالان سرپرست پاتې دي. تازه د ولسي جرګې غړي وايي حکومت ورته د باور رایو لپاره څلور نوماند وزیران او دوه د سترې محکمې د غړیتوب لپاره کسان معرفي کوي. ...

نور ولوله »

حقوقپوهان: د ټاکو په ځنډ سره د حکومت نامشروعیت دوام پیدا کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): ګډ حکومت په ۱۳۹۴ل کال کې کې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په امر د امریکا په سفارت کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د دوو کلونو لپاره د یو قرارداد پر اساس رامنځته شو. ټاکل شوې وه، چې دې ګډ جوړښت کې به په دوه ...

نور ولوله »

ګډ حکومت په ټوله دوره کې خپله کابینه پوره نه کړای شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت یوازې څلور میاشتې پاتې دي، خو پخپل ټول عمر کې يې ونه شو کولی خپله کابینه بشپړه کړي. د دې حکومت شریکانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په ټاکنیزو منډو ترړو کې پر دې ټينګار کاوه، چې دوی به د ښې حکومتولۍ نمونه مثال وړاندې کړي. یوازې څلور میاشتې وروسته ...

نور ولوله »

ارګ د فواید عامې او کورنیو چارو وزارتونه سره یو ځای کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د یو شریک محمد اشرف غني د فرمان له مخې د فواید عامې وزارت او کورنیو چارو وزارتونه سره یو ځای کېږي. د دې فرمان له مخې د ملکي هوايي چلند اداره، د رېل ګاډي اداره او ټرافیکو ریاست هم له ټرانسپورټ وزارت سره یو ځای کېږي. د ټرانسپورټ وزارت ویاند ...

نور ولوله »

د کابل د ادارې او طالبانو تر مینځ خبرې

هدایت میاخیل تر هر څه له مخه باید افغان،  مسلمان او غیرتي ولس الله تعالی ته د شکر په سجده سر ښکته کړي چې په هغوی یې د دې پېرزوینه وکړه چې د بې ساري شهامت او  بې درېغه قربانیو له ګاللو وروسته د درېیم ځل لپاره د نړۍ د زبر ځواک کبر او غرور مات کړي . هغه زبرځواک ...

نور ولوله »

د ګډ حکومت لویه لاسته راوړنه

احمد مختار په یوه تازه انکشاف کې دولتي چارواکي توانیدلې چې د فراه په ولایت کې د نسکوري شوې الوتکې د قربانیانو جسدونه پر هغوي باندې د ۳۸ ورځو تر تیریدو وروسته د هغوي کورنیو ته وسپاري. یاد خبر په جنوب لویدیځه حوزه کې د ظفر۲۰۷ قول اردو چارواکو د یوې رسمي خبر پاڼې په صادرولو سره رسنیو ته اعلان ...

نور ولوله »

نن د جينوا ناسته پیلېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سویس په ژنیف کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی کنفرانس نن پیلېږي. په دې کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب د حکومت د دواړو شریکانو په ګډون د شاوخوا اویا دولتي او غیر دولتي بنسټونو استازي برخه اخلي. په ورته وخت کې په دې کنفرانس کې د نړۍ د اویا مرستندویه ...

نور ولوله »

شنونکي: د ګډ حکومت څلور کلنه دوره ناکامه وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د سپتمبر په ۲۹ مه نېټه په افغانستان کې د ګډ حکومت ۴ کلونه پوره شول چې په دې اړه يو شمير شنونکو او سياسي څيرو بحثونه کړي دي او ويلي يې دي چې د ګډ حکومت څلور کلنه دوره په هر اړخيزه توګه ناکامه او تر ټولو نا امنه وه. ...

نور ولوله »