د ټیګونو ارشیف : ګډ حکومت

ولسي جرګه: له امريکا سره په لاسلیک شوي تړون دې بیا غور وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې نن په خپله غونډه کې له ګډ حکومت نه وغوښتل چې له امریکا سره پر لاسلیک شوي امنيتي تړون دې له سره غور وکړي. د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې چې د وروستیو نا امنیو په اړه پکې خبرې کېدلې، د ولسي جرګې یو شمېر غړو وویل چې له امریکا ...

نور ولوله »

پاچا خان ځدارن هم ګډ حکومت نامشروع وباله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۳۱مه ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې پخواني وکیل او د ځدرانو قومي مشر پاچا خان ځدران د یوې غونډې په ترڅ کې ګډ حکومت نا مشروع وباله. دغه غونډه کې چې د پکتیا او خوست یو شمېر قومي مشرانو او وکیلانو په کې برخه اخېستې وه، ګډ حکومت د څوکیو د ویش پر سر تر سختو نېوکو ...

نور ولوله »

اشرف غني په دوه ورځني سفر ایران ته روان شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت لومړی مشر اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر ایران ته روان شو. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د ګډ حکومت مشر د یوه پلاوي په ګډون د ایران پلازمېنې تهران ته روان شو، چې هلته به د ایران له ولسمشر ډاکټر حسن روحاني او ځینو نورو لوړپوړو ...

نور ولوله »

ګډ حکومت مشرانو دفاع وزارت ته په جنرال عبدالله خان موافقه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت دواړو مشرانو د ملي دفاع وزارت ته په نوماند موافقې ته رسېدلي او ژر به نوی نوماند ولسي جرګې ته معرفي شي. د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې محمد اشرف غني تېره ورځ د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو سره د لیدنې ...

نور ولوله »

۸ نوي امنیه قومندانان او سرحدي پولیسو عمومي قومندان وټاکل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني ۸ ولایتونو ته نوي قومندانان او د سرحدي پولیسو عمومي قومندان وټاکلو. د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې نوي ټاکل شوي لوړپوړي افسرانو کې رحمت الله رووفي د سرحدي پولیسو عمومي قومندان، جنرال مجید روزي د هرات امنیه قومندان، محمد حکیم انګار د غزني ...

نور ولوله »

ټول ۱۶ نوماند وزیران د ولسي جرګې لخوا تایید شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې د ګډ حکومت لخوا د ورمعرفي شوو ټولو ۱۶ وزیرانو ته د باور رایه ورکړه. د ګډ حکومت پاتې ۱۶ وزیرانو کې ۴ ښځې او ۱۲ نارینه دي. د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٣٨ تنه حاضر وو او نوماند وزير بايد د بريا لپاره ١٢٠ رايې ترلاسه کړې واى. ...

نور ولوله »

وزیرانو ته رایه اچونه پیل شوه – شېبه په شېبه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د کابېنې پاتې ۱۶ وزیرانو ته د رايې اچولو بهیر پیل شو. ټول ۱۶ وزیران د ولسي جرګې لخوا تایید شول. عبدالستار مراد د  ۱۵۲ باور رایو په اخېستلو سره د اقتصاد وزیر شو. عبدالرزاق وحیدی د ۱۵۲ باور رایو په اخېستلو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شو. ...

نور ولوله »

بدخشان: قومي مشران او سیمه‌ییز چارواکي طالبانو سره مرستې کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولایت امنیه قومندانۍ وايي چې وروستیو جګړو کې قومي مشرانو او ولایتي چارواکي د طالبانو سره مرستې کړي دي. د بدخشان ولایت د تېرې جمعې په ورځ جګړه کې د دولتي سرچېنو له قوله لږ تر لږه ۲۷ عسکر ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول. طالبانو بیا د وژل ...

نور ولوله »

ګډوله د انفجار په حال کې

لیکوال: خالد رعد په دې وروستيو کې د ع او غ ګرم او سوړ تار يو ځای کېدو ته نژدې شوي چې شايد په پايله کې يو لوی انفجار رامنځته شي او له امله يې د کيري لخوا په ايلفي سريښ شوې ټوټې ټوټه ټوټه وپاشل شي او فرض کړي اهداف يې ايره شي. آن د لويديځي انتصابونکې کمپنۍ لخوا ...

نور ولوله »

د طالبانو سږني عمليات او څو حقايق

لیکوال: موسی فرهاد 2015-04-15 هنري کیسنجر ، د امریکا د بهرنیو امورو پخوانی وزیر دی . د 11م سپتمبر له پیښې وروسته نوموړي وویل : امریکا د نړۍ سپر پاور (ستر ځواک) دی ، که چیري د خپل انتقام لپاره پر افغانستان حمله ونکړي ؛ نو دا د زبرځواکۍ سپکاوی ګڼل کیږی . امریکا به هرو مرو برید کوي ، ...

نور ولوله »