د ټیګونو ارشیف : ګډ حکومت

ګډ حکومت د قرآن سوځونې څلور غچ اخیستونکي نیولي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): ګډ حکومت له هغو کسانو نه چې تېره ورځ يې د قرآن کریم سوځوونکې مېرمن له وژلو وروسته وسوځوله څلور تنه نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې دوی د دې مېرمنې د وژنې په تور څلور تنه نیولي دي، صدیق صدیقي د قرآن سوځولو ته له اشارې پرته وايي چې ...

نور ولوله »

د ګډ حکومت مشران د «۱۸۰» کسیز کاروان په بدرګه «امریکا» ته ځي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): امریکايي چارواکي وايي چې ولسمشر بارک اوباما د ګډ حکومت دواړه مشران امریکا ته ورغوښتي چې د رواني میلادي میاشت په ۲۲مه به دغه هیواد ته سفر وکړي. په هغې بلنه کې چې له سپینې ماڼۍ څخه ګډ حکومت ته استول شوې له ولسمشر او اجرایوي رئیس هر یوه سره د مل هیئت ...

نور ولوله »

د امریکا تر سفر وړاندې پاتې کابینه معرفي کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د نوي حکومت له پیله نږدې نیم کال تېرېږي خو لا يې هم بشپړه کابینه نه ده اعلان شوې، خو تازه راپورونه وايي چې د ګډ حکومت دواړه مشران به امریکا تر سفر وړاندې پاتې کابینه ولسي جرګې ته ور معرفي کړي. پژواک خبري اژانس وايي چې دوی ...

نور ولوله »

ګډحکومت او د علماوو شورا تر منځ ژور درزونه؛ ښايي دواړه سر بېل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د مشرانو او د دې حکومت د علماوو شورا د غړو تر منځ د ژورو درزونو له امله ښايي علماوو شورا له ګډ حکومت څخه خپله بېزاري اعلان کړي. نن ټکی اسیا ته رسیدلي معلومات ښيي چې د علماوو شورا غړو د ګډ حکومت له مشر سره پر څو شرطونو ...

نور ولوله »

له عبد الله وروسته اشرف غني هم هند ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې چې هند ته د اجرایوي رئیس له سفره وروسته د ګډ حکومت ولسمشر هم دغه هیواد ته سفر وکړي. هندي چارواکو خبر ورکړی چې ولسمشر اشرف غني د اپریل په میاشت کې هند ته ور روان دی. اشرف غني په داسې حال کې هند ته د سفر تابیا نیسي چې د ...

نور ولوله »

سیاف: مجاهدین څوک نه شي څنډې ته کولای

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د اسلامي دعوت ګوند مشر او د ۹۳کال ولسمشریزو ټاکنو نوماند، عبدرب الرسول سیاف نن په هرات کې د اسماعیل خان له خوا رابلل شوې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا ګډ حکومت ته پیغامونه لرل. سیاف چې د کب د ۲۴مې بشري ناورین په تړاو رابلل شوې غونډې ته وینا ...

نور ولوله »

عبدالله: د افغانستان او هند اړیکې له «بل هېڅ» هېواد سره د پرتلې وړ نه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د ګډ حکومت اجراییه رييس پرون داسې مهال هند ته په یوه غیر رسمي سفر ولاړ چې د حکومت بل مشر، اشرف غني سعودي عربستان ته تللی. سعودي ته د ولسمشر غني د سفر موخه د «سولې خبرې» ګڼل شوې دي. اجراییه رييس داسې مهال هند ته ځي، چې د ولسمشر ...

نور ولوله »

ګډ حکومت د پاشل کېدو په درشل کې – سرلیکنه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: ګډ حکومت چې د جان کیري تر وصایت لاندې د افغانستان د اساسي قانون خلاف جوړ شو له پیله یې د عدم بقاء او ژر پاشل کیدو امکانات لیدل کیدل . اوس چې د یاد حکومت له جوړیدو پوره (۶) میاشتې تیرې شوې لا یې هم کابینه یې نیمګړې ، ستره محکمه ، لویه څارانوالې ...

نور ولوله »

اشرف غني او ملګري خلقيان يې دپخوانيو مجاهدينو په ضد نوي خطرناک پلانونه لري

لیکوال: نور رښتيا پال په اشرف غني باندې دخپل بې ساري اغيز په استفادې دحنيف اتمر په مشري کمونست خلقيان پدې وتوانيدل، چې دمسلک او تجربې د نه درلودلو په پلمه پخواني مجاهدين په نوې کابينه کې له وزارتونو لرې وساتي او محروم يې کړي، اوس کمونست خلقيان پلان لري چې پخواني مجاهدين له وزارتونو څخه ښکته چې په نورو ...

نور ولوله »

د ملي شورا وروستی کال نن پیلېږې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د ملي شورا پنځم کال نن د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري پیل کېږي. د ملي شورا وروستی کال چې څو شېبې وروسته به د اشرف غني له لوري پیل شي، د ۱۳۹۴ کال تر وږي دوام کوي. د اساسي قانون د ۱۰۷مې مادې له مخې د ملي شورا کاري ...

نور ولوله »