fbpx

د ټیګونو ارشیف : ګډ حکومت

اسمعیل خان: امریکا او حکومت د طالبانو پر وړاندې ماتې خوړلې

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶): د اوبو، برېښنا او انرژۍ پخواني وزیر او جهادي قومندان اسمعیل خان په خپلو تازه څرګندو کې ویلي، چې امریکایانو د طالبانو پر وړاندې ماتې خوړلې او د امریکا پاتې کېدل په افغانستان کې نور ګټور نه دي. ده ویلي، امریکا، ناټو او افغان دولت د طالبانو مقابله ونه شوه ...

نور ولوله »

د ټرمپ په جګړه ییزه سټراټيژي کې د سولې ناستې بې ګټې دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت چارواکو يو ځل بيا د پاکستان او امریکا په منځګړيتوب د عمان د وړمې ورځې ناسته ګټوره بللې او هیله يې څرګنده کړې، چې پاکستان به د تېرو څلور اړخیزو ناستو کړې ژمنې هم عملي کړي. د عمان د سولې په نوم د ناستې اعلان تر ټولو مخکې د ...

نور ولوله »

د ټرمپ له نوې سټراټيژي وروسته ولسي مرګ ژوبله زیاته شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): له هغه وخته، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله جګړه ییزه سټراټيژي اعلان کړه، د هېواد په ګڼو سيمو کې د امریکايي پوځيانو په عملیاتو او هوایي بريدونو کې د ولسي خلکو سربېره د حکومتي عسکرو مرګ ژوبله هم په بې ساري توګه زیاته شوې، چې د ...

نور ولوله »

د ارگ ویاند:د عسکرو له کونډو د جنسي رشوت غوښتلو خبره واقعیت لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۶) د ارګ د دویاندۍ د دفتر مشر شا حسین مرتضوي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې هغه خبره تائید کړه چې وایي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وژل شویو سرتیرو له میرمنو څخه د خپلو وژل شویو میړونو د معاش او نورو مالي امتیازاتو د اخیستلو په ...

نور ولوله »

اشرف غني او د افغانستان د معادنو لیلام

جیلاني پښتون څو ورځې وړاندې چې ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو په کلنۍ سرمشریزه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی و له فرصت نه په استفاده یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم وکتل. له ټرمپ سره د مخامخ ملاقات په مهال اشرف غني کاملا د یوه اجیر او ځنځیري غلام په رول کې راڅرګند شو. ...

نور ولوله »

ټرمپ دې افغانان وژني،ګډ حکومت دې ورته نڅیږي

لیکنه:اولیاء عمري د ټرمپ د نوې تګلارې او زمونږ د دوه سري حکومت ورته د هرکلي منفي اړخونه دي چې هېواد کې مو د اشغالګرو د ۱۷کاله اشغال سربېره اوس هم ملکي او بیګناه افغانان وژل کیږي ومې لیدل چې هغه بله ورځ د اشغالګرو امریکایانو لخوا په کندوز کې پر ملکیانو وحشي او ړانده بمبار ۱۱ تنه بیګناه افغانان ...

نور ولوله »

آیا حکومت‌ضد اېتلافونه د هېواد ژغورنې په معنا دي؟

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز مقدمه د ملي يووالي حکومت له لومړۍ ورځې له داخلي اختلافاتو سره مخ و او دغو اختلافاتو وخت ناوخت په بېلابېلو ډولونو سر راپورته کاوه. تېره مياشت، په کابل ښار کې يوې خونړۍ چاودنې او په دوام يې څو نورو امنيتي پېښو يو ځل بيا د دغو اختلافاتو تازه کېدو او پراخېدو ته لاره ...

نور ولوله »

«داعش ته حکومت تبلیغات کوي؛ تورې بوړې ته نېږدې محض یو کلي سقوط کړی»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۴که ۱۳۹۶ل): د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو نن ادعا وکړله چې د داعش وسله‌والو تېره شپه تر یوې سختې جګړې وروسته د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د «تورې بوړې» ستراتيژیکه سیمه نېولې ده، خو ځايي اوسېدونکي بیا دا محض د حکومت تبلیغات بولي او ردوي یې. د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو د سیمې یو تن اوسېدونکي نن ...

نور ولوله »

امرالله صالح استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو وزیر امرالله صالح د فیسبوک له لارې خپله استعفا اعلان کړه. امرالله صالح چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ولسمشر غني لخوا د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزیر ټاکل شوی و، نن يې په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې له وزارته استعفا ورکړې. ...

نور ولوله »

شاهین قول اردو برید: د ملي اردو لسګونه افسران او سرتیري محکوم شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): په شاهین ۲۰۹ قول اردو باندې د طالبانو د برید په قضیه کې یوې ابتدايي نظامي محکمې لسګونه افسران او سرتیري له یوه تر دوه کلونو په بند محکوم کړي دي. په محکوم شوو کسانو کې د شاهین قول اردو قومندان او رییس ارکان هم شامل دي. په شاهین قول اردو د ...

نور ولوله »