د ټیګونو ارشیف : ګډ حکومت

شاهین قول اردو برید: د ملي اردو لسګونه افسران او سرتیري محکوم شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): په شاهین ۲۰۹ قول اردو باندې د طالبانو د برید په قضیه کې یوې ابتدايي نظامي محکمې لسګونه افسران او سرتیري له یوه تر دوه کلونو په بند محکوم کړي دي. په محکوم شوو کسانو کې د شاهین قول اردو قومندان او رییس ارکان هم شامل دي. په شاهین قول اردو د ...

نور ولوله »

د جېمز مټيس تر سیوري لاندې ظهور

شاهد (غزنیوال) تیره ورځ د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټيس په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغی، البته کابل چارواکو ته یې سفر نا څاپي خو خپله د مټیس د مهال وبش له مخې نا څاپي نه؛ بلکې مخکي ترمخکي یو پلان شوی سفر و چې د یوې ډلې متخصصینو په ملتیا يي د افغانستان د کړکیچن وضعیت د څېړلو ...

نور ولوله »

ګد حکومت بله سوړه وکړه

نن ټکی اسيا سرليکنه له کله چې د جان کیري په لاس ګډ حکومت ایجاد شوی تر اوسه یې ډیری فعالیت  د حکومت د سهیمو لوریو ترمنځ په داخلي اختلافاتو او غورځو پرځو کې تیر شوی. د تأسیس له لومړۍ ورځې یې د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ د کابینې د غړیو د ټاکلو پرسر ناندرۍ پیل شوې ...

نور ولوله »

تر ټولو لوی بم ګډ حکومت ته تر ټولو لوی پیغور

نن ټکی اسيا سرليکنه د پنجشنبې په ماښام امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د تر ټولو لوي بم آزموینه وکړه. دا بم چې جي بي یو ۴۳ نومیږي او تر یوویشت زره پونډه زیات وزن لري د امریکا په پوځي تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هغوي د پوځیانو لخوا په افغانستان غوندې بیوزله هیواد ...

نور ولوله »

د افغانستان په اړه د ټرمپ ناڅرګندې پاليسۍ د ګډ حکومت اندېښنې راپارولي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت چارواکي د نوي ټاکل شوي امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنۍ پاليسي په اړه اندېښمن دي او د دغې اندېښنې لامل دا دی، چې د افغانستان حکومت له تېرو پنځلسو کالو راهيسې د امريکا په مالي او سياسي ملاتړ فعاليت کوي. رويټرز خبري اژانس د افغان چارواکو له خولې ليکلي، ...

نور ولوله »

د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني خپل استعفا لیک ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلې دی. هغه د استعفا لامل روغتیايي ستونزې ښودلي او په وینا یې له همدې کبله نور نشي کولای خپلې دندې ته دوام ورکړي. جهاني  په سیاست کې  د ولسمشر غني ناکامۍ ته په  غیرمستقیمې اشارې ویلي چې د هغه  علمي ...

نور ولوله »

ملي وحدت حکومت کې د خپلمنځي ناندرۍ اوج – ډاکټر ځلاند

ډاکتر ځلاند د ډاکتر غني او عبدالله تر منځ د ټاکنیزو مبارزو له پیله ستر توپیر تر سترگو کیده، ډاکتر غني چې په تکنوکراسۍ راڅرخي، تر ډیره تکنوکراسۍ ته د لویدیځ د کلتور، د کار د ډول او د سیاسي لوبغاړو د لوبولو لیوالتیا په کې تر سترگو کیږي، او ډاکتر عبدالله چې په سنتي سیاست باور لري، د معاملې، ...

نور ولوله »

ګډ حکومت د روزګان په څېر د اچین پر برید هم سکوت غوره کړ

نن ټکی اسیا جمعه، تلې ۹مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت دواړو مشرانو د حکومت دوه کاله پوره شول. د دغه حکومت د جوړیدو له پیله تر دې دمه د امریکايي او بهرني ځواکونو له خوا په ملکي وګړو او ملي سرتېرو ترسره شوي هېڅ برید نه دی غندلی. د کندوز پر روغتون برید چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما هم ...

نور ولوله »

بشري حقونو د څار اداره: حکمتیار سره د سولې هوکړه لیک د جګړې قربانیانو ته بې حرمتي ده

hikmatyar-608

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۵ل): د بشري حقونو د څار ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه لیک د جنګي جنایاتو د قربانیانو بې حرمتي ګڼلې ده. د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې هوکړه لیک تېره پنجشنبه لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک امریکا سره د ...

نور ولوله »

ګډ حکومت د امريکايي ځواکونو د تعقیب او محاکمې وړتیا نه لري

د دوشنبې په شپه یوځل بیا امریکايي ځواکونو د اروزګان په ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز هوايي برید وکړ چې له امله يې ۸ تنه پولیس ووژل شول. د ارزګان او کندهارد لویې لارې د ساتنې مسؤل سمونوال رحیم الله خان پرون له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې امریکايي ځواکونو د پولیسو پر یوې ...

نور ولوله »