د ټیګونو ارشیف : ګډ ځواکونه

پر ګران وطن څه تیریږي؟

جاوید علي خېل د یک شنبې ورځ وه، د اپریل میاشتې ۲۸ مه نیټه، نیت مې دی د مجلې لپاره مقاله ولیکم، خو دا چې له سفره راستون شوی او په رواني لحاظ د لیکنې په موډ کې نه یم، نو موضوع په لاس نه راځي. کله یوه موضوع انتخاب او ذهني ترتیب ورکړم او کله بله، خو چې پیلوم ...

نور ولوله »

ګډو ځواکونو د پکتیکا په اورګون کې پنځه تنه کلیوال وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پکتیکا ولایت له اورګون ولسوالۍ څخه خبرونه وایي چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په پیرکوتي سیمه باندې امریکایي او داخلي ځانګړو ځواکونو چاپه وهلې، چې ولسي وګړو ته یي ځاني او مالي زیان پیښ کړی دی. د سیمي خلک وایي ګډو ځواکونو له عادت سره سم لومړی د کلیوالو دروازې ماتې ...

نور ولوله »

د ګډو ځواکونو چاپه کې ټپي شوي د ننګرهار ليسې تدريسي معاون هم خپل ژوند له لاسه ورکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹غويی، ۱۳۹۸ل): تيره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ په شيخ کلا سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو چاپه کې د څلورو ښوونکو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي ووژل او د ننګرهار عالي ليسې تدريسي معاون نور الله احمدزی يې ټپي کړ چې اوس يې د سختو ټپونو له امله خپل ژوند ...

نور ولوله »

غزني؛ ده‌یک کې ګډو ځواکونو ۱۱ تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، ګډو ځواکونو تېره شپه د نیاز کلا او سرانداز کلا سیمو کې چاپې وهلې او د ځاني تلفاتو تر څنګ يې دروند مالي زیا هم اړولی دی. د غزني ...

نور ولوله »

ننګرهار: ګډو ځواکونو په چاپه کې ديني عالم وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په شپنزو عملياتو کې د سيمې يو تن ديني عالم وژل شوی چې جنازه يې نن خاورو ته وسپارل شوه. تيره شپه ګډو ځواکونو د کامې ولسوالۍ دوه سرکې ته څيرمه د مفتي سميع الله مطيع په کور چاپه اچولې وه او نوموړی يې ...

نور ولوله »

ګډو ځواکونو غزني او لوګر کې دوکانونه او کورونه چور کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): له غزني ولایت څخه راپورونه وایي چې امریکایي او داخلي ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دې ولایت د زنه خان ولسوالۍ د راحت خیلو په بازار چاپه وهلې او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د سیمې یوه اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې امریکایي او داخلي عسکرو بیګا ۱۱ نیمې ...

نور ولوله »

ننګرهار؛ ګډو ځواکونو د مېرمنو په ګډون نهو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د افغان ځواکونو په ملتیا پر ملکي کورونو چاپې وهلې او د دوو مېرمنو په ګډون يې نهو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. ځايي سرچینې وايي پېښه د دې ولسوالۍ په زاوه سیمه کې شوې ده چې اوه تنه يې وژلي او دوه مېرمنې ...

نور ولوله »

ننګرهار: ګډو ځواکونو د ښوونکو او محصل په ګډون ۱۳ تنه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه،۶غوایی، ۱۳۹۸ل): هيواد کې د ولسي وګړو په کورونو د چاپو او شپنيو عملياتو په دوام دا ځل بيا په ننګرهار ولايت کې د ولسي وګړو په کورونو چاپو کې ۱۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. راپورونه وايي چې د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ فاتح خيرکی کې تيره شپه د ګډو ځواکونو په چاپو کې د ...

نور ولوله »

کابل: د بشري حقونو کمیسون د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما خلاف راپور ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه،۶غوایی، ۱۳۹۸ل): کابل کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ملکي مرګ ژوبلې په اړه راپور خپور کړی چې د ملګرو ملتونو د یوناما د هغه راپور خلاف ارقام پکي ښودل شوي؛ چې د روان میلادي کال د لومړۍ څلورمي برخي په اړه یې خپور کړی و. په دغه تازه راپور کې وسلوال طالبان ...

نور ولوله »

ننګرهار: ګډو ځواکونو د يو پلار او درې زامنو په ګډون پنځه تنه وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): ګډو ځواکونو يو ځل بيا د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولې چې په نتيجه کې يې د يو پلار او درې زامنو په ګډون پنځه تنه ولسی وګړي وژلي. د ننګرهار د مومندرۍ ولسوالۍ څخه راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو نن د سهار له لمانځه مخکې ددې ...

نور ولوله »