د ټیګونو ارشیف : یوناما

یوناما په فراه او نیمروز کې د هوايي بریدونو په اړه څېړنه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): یوناما وايي نیمروز او فراه ولایتونو کې د پراخو هوايي بریدونو چې په ترڅ کې يې درانه ملکي تلفات اوښتي اړوند څېړنې پیل کړې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د روژې په میاشت کې ملکي تلفات د غندنې وړ دي او باید د جګړې ...

نور ولوله »

غني پر «امریکايي» دفتر برید له «اسلام» سره ټکر بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): کابل کې د کانټر پارټ په نوم ادراه باندې د طالبانو ډله‌ییز برید چې لا هم بشپړ پای ته رسېدلی نه دی، محمد اشرف غني له اسلامي ارزښتونو سره ټکر کار بللی دی. کانټرپارټ شبکه چې طالبانو يې د ښکار کولو علت «تخریبي فعالیتونه» او نظامي کسانو ته د «امریکايي شکنجو» ور زده کول ...

نور ولوله »

کابل: د بشري حقونو کمیسون د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما خلاف راپور ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه،۶غوایی، ۱۳۹۸ل): کابل کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ملکي مرګ ژوبلې په اړه راپور خپور کړی چې د ملګرو ملتونو د یوناما د هغه راپور خلاف ارقام پکي ښودل شوي؛ چې د روان میلادي کال د لومړۍ څلورمي برخي په اړه یې خپور کړی و. په دغه تازه راپور کې وسلوال طالبان ...

نور ولوله »

یوناما: د حکومت په زندانونو کې شکنجې اوس هم دوام لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» لخوا په خپاره شوي یو راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په توقیف خانو کې لا هم د زندانیانو شکنجې دوام لري او دا لړۍ تراوسه پای ته نه ده رسیدلي. یوناما ویلي، چې دا راپور یې د بشري حقونو له ادارې سره په ...

نور ولوله »

طالبان: د حکومت له لوري پر ملکي تلفاتو د یوناما چوپتیا؛ یوه پوښتنه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د حکومت له لوري د امنیتي پلان د تصویب اړوند خپره کړې تبصره کې یوناما ته هم ګوته نیولې او غږ يې پرې کړی چې د وروستیو ملکي تلفاتو اړوند دې خوله پټه نه نیسي. لوړپوړو امنیتي چارواکو وړمه ورځ د «خالد امنیتي پلان» په نوم پلان تصویب کړ، چې د طالبانو پر ...

نور ولوله »

کندوز؛ یوناما هم د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکيانو د وژل کېدو پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وری، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د ملګرو متلونو استازي دفتر یوناما؛ په کندوز کې د دوه ورځې وړاندې ملکي مرګ‌ژوبلې پخلی کړی دی. دې دفتر رسنیو ته په نننۍ لېږلې خبرپاڼه کې ليکلي، چې د کندوز مرکز ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي دي. ...

نور ولوله »

په افغانستان کې د یوناما ماموریت شپږو میاشتو ته را ټیټ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چین او امریکا د مخالفتونو له امله ونه توانېده، چې په افغانستان کې د خپل استازي دفتر يوناما؛ ماموریت یو کال ته وغځوي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي، له بده مرغه یوناما به یوازې شپږ میاشتې افغانستان کې ماموریت ترسره کړي او ...

نور ولوله »

طالبان: یوناما د ملکي تلفاتو له حساسې موضوع بده ګټه اخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵کب، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی دفتر یوناما؛ وايي په تېر میلادي کال کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ډېره شوې ده. د دې دفتر د خپرو کړو معلوماتو له مخې ټول ۳۸۰۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او ۷۱۸۹ نور ټپیان دی، چې ۹۲۷ تنه يې یوازې ماشومان دي. یوناما د دې ...

نور ولوله »

یوناما: ولسمشریزو ټاکنو کې ناسم مدیریت د منلو نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ خبر ورکړ، یوناما يې د هر کلي تر څنګ ګواښ هم خپور کړی دی. د یوناما له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشریزو ټاکنو کې ورته مدیریتي ستونزې د منلو نه دي او باید تکرار نه شي. د سرچینې په حواله ...

نور ولوله »

یوناما په کونړ کې ملکي تلفات څېړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): وړمه شپه د کونړ په شېګل ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د دولتي عسکرو په ملګرتیا پراخه ملکي‌ مرګ‌ژوبله واړوله. ځايي سرچینې وايي چې د دې ولسوالۍ په چوګام، برغنډو او سوکنو سیمو کې چوګام کلی نږدې بشپړ ویجاړ شوی او ټول‌ټال ۶۵تنه ملکي ګړي وژل شوي دي، چې ډېری يې مېرمنې او ماشومان دي. ...

نور ولوله »